دفاع وزارت: قیصاري به پرې لګېدليو تورونو ته ځواب ووايي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
نظام الدین قیصاري څوک دی؟

د فاریاب ولایتي شورا تایید کړې چې په دغه ولایت کې د جنرال عبدالرشید دوستم یو ځواکمن قومندان نظام الدین قیصاري د افغان ځواکونو له لوري نیول شوی او کابل ته لېږدول شوی دی.

هغه د جنبش پلوه سیمه ییزو پاڅون کوونکو تر ټولو لوی قومندان او په فاریاب ولایت کې د جنرال دوستم ځانکړی استازی بلل کېږي.

ویل کېږي چې نوموړی یوه پوځي مرکز کې یوي غونډي ته ور بلل شوی و او بیا نول شوی دی.

د فاریاب د ولایتي شورا رییس طاهر رحماني بي بي سي ته وویل، د ښاغلي قیصاري د نیولو پر مهال شخړه کې د نوموړي څلور ساتونکي وژل شوي او څلور نور یې ټپیان دي.

د جنبش یوه جګپوړي قومندان سره حساب کتاب

* طالبانو د فاریاب پر دوو ولسوالیو بریدونه کړي

* 'د جنبش او جمعیت ګوندونو قومندانانو' جګړه کې ۱۰ کسان وژل شوي

* فاریاب کې لسګونه بهرني سرتېري ځای پر ځای کېږي

داسې ادعاوې هم شته چې د نوموړي د نیولو پرمهال میمنه کې د اردو د لوا قومندان هم ژوبل شوی دی.

د ولایتی شورا رییس وایي، د نوموړي سره مله سرتېري بې وسلي شوې دي.

تر اوسه پورې په دقیقه توګه د ښاغلي قیصاري د نیولو موخه نه ده روښانه شوې.

خو ۲۰۹شاهین قول اردو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د میمنې ـ جوزجان د لویې لارې د امنولو په پار تېره ورځ د جولای دویمه، د فاریاب په مرکز میمنه کې د امنیتي چارواکو ناسته جوړه شوې وه چې په غونډه کې د پاڅون کوونکو له خوا په ډله ییز ډول د څو امنیتي پوستو د سقوط یادونې د ښاغلي قیصاري "توند غبرګون" را وپاراوه.

د سرچینې په خبره،، نظام الدین قیصاري لفظي سپکاوی وکړ او د غونډي برخه وال یې له یوې مخې خاینان وبلل، د وژلو ګواښ یې وکړ او ویې ویل ټول وژنم، دولتي تاسیساتو ته اور اچوم او په میمنه کې حکومتي نظام ړنګوم ... تر لفظي شخړې وروسته د هغه وسله والو وسلې ته لاس کړ چې د نښتې لامل شو.

نظام الدین قیصاري د فاریاب د قیصار ولسوالۍ د پولیسو قومندان او د فاریاب د یو شمېر پاڅون کوونکو مشر دی. نوموړی ادعا کوي چې ۷۰۰۰ وسله وال لري.

د انځور حقوق Nezamuddin qaisari/facebook
Image caption ښاغلی قیصاري (ښۍ خوا ته) له جنرال دوستم سره

نظام الدین قیصاري څوک دی؟

پنځوس کلن قیصاري د فاریاب قیصار ولسوالۍ کلیواله توپخانه سیمه کې زیږېدلی. کلونه یې بڼوالي او سوداګري کړې او له ۱۳۹۰ هـ ش راهیسې یې سیمه ییزو پولیسو کې د سیمه ییزو پولیسو د مرستیال په توګه فعالیت پیل درلود.

هغه ولسي پاڅون پیل کړ، چې شاوخوا درې سوه کسان ورسره یوځای شول او بیا د قیصار امنیه قومندان شو. کابو څلور کاله وړاندې فاریاب کې د جنرال عبدالرشید دوستم ځانګړی استازی دی.

اوسمهال د فاریاب د ولسي پاڅون مشري هم کوي.

امنیتي چارواکي وايي، ښاغلي قیصاري وړاندې هم غیر قانوني کړنې کړې، خلک یې ځورولي او یوه میاشت وړاندې یې د فاریاب نظامي مسوولان په مرګ ګواښلي وو.

خو ویل کیږي چې ښاغلي قیصاري سلګونه ناقانونه وسله وال لري او ېوړاندې يې هم څو ځله دولت د نیولو هوډ کړی و، خو بریالی شوی نه و.

د نوموړي له نیولو سره سم د جنبش یو شمېر پلویانو په میمنه ښار کې لارو کوڅو ته راوتلي او د نوموړي د بېرته خوشي کېدو غوښتنه يې کړې ده.

د ولایتي شورا رییس وايې، په فاریاب کې د جنبش مشرانو د بېړنۍ ناستې پر مهال له خپل رهبر جنرال دوستم سره ټیلیفوني خبرې کړې او د ده په وینا ښاغلی دوستم خپلو پلویانو ته سپارښتنه کړې چې ګډوډي جوړه نه کړي او دغه ستونزه به دی پخپله حل کړي .

غبرګونونه

د جنبش اسلامي ګوند مشر او د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، چې دا مهال ترکیه کې دی، د افغان ځواکونو له خوا د ښاغلي قیصاري نیونه توطیه بللې او ویلي دي د نظام الدین قیصاري نیونه فاریاب کې د "مدافعینو" په لیکو کې د ګډوډۍ لامل کېدای شي:

" د ملي وحدت حکومت له رهبرۍ غواړم چې نظام الدین قیصاري چې د فاریاب په دفاعي لیکو کې زما استازی دی، ژر ازاد او فاریاب ته ستون کړي."

د انځور حقوق Nezamuddin qaisari/facebook
Image caption ښاغلي قیصاري ادعا کوي چې ۷۰۰۰ وسله وال لري.

د ښاغلي دوستم له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې خبرداری ورکړل شوی چې د نوموړي له نیونې سره به په شمال کې نارضایتي ډېره او د ټاکنو په ګډون به د دولت ټول پروګرامونه له ننګونو سره مخامخ شي چې پړه به یې بیا د خبرپاڼې په وینا د همدې کړکېچ زېږوونکو پر غاړه وي.

په فاریاب، جوزجان او سرپل ولایتونو کې د ښاغلي قیصاري پلویانو د هغه د خوشې کېدلو په پار سړکونو ته راوتلي او لاریونونه یې کړې دي.

خو د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش وايي، ښاغلی قیصاري به پرې لګېدلیو تورنو ته ځواب ووايي. که د محکمې له خوا یې برائت واخیست، نو خوشې به شي او که 'پړ' وپېژندل شو، قانوني چلند به ور سره وشي.

رپوټونه وايي قیصاري په میمنه کې د شاهین قول اردو په لومړۍ نمبر لوا کې تر نیولو وروسته مرکز کابل ته لېږدول شوی دی .

ځایي خبریالان وایي، ‍په ورستیو څو ورځو کې میمنه ته ځانګړي کوماندو ځواکونه تللي وو او ښایي دغه ماموریت دوی تر سره کړی وي.

هغه دغه رنګه تر خپل لاس لاندې قومندانانو ته ویلي که طالبان میمنه تر خپل کنترول لاندې راولي، نو دی به خپل قومندانان ووژني .

هغه د فاریاب د خلکو په وینا یو سرشاره قومندان دی چې تر ډېره يې د دولت قانوني کړنې تر پښو لاندې کولې او د خپلې خوښه واک یې چلاوه.

د انځور حقوق MOhammad zaher
Image caption د ښاغلي قیصاري تر نیول کېدو وروسته، جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو کې د هغه پلویانو اعتراضونه وکړل

ورته مطالب