د "اېچ ای وي" مخنیوي لپاره نوی واکسین چمتو شوی

اېډز د انځور حقوق Getty Images
Image caption په نړۍ کې دا مهال ۳۷ ملیونه کسان په اېډز اخته دي

د "اېچ ای وي" یا اېډز د مخنیوي په موخه جوړ شوي یوه واکسین تر ازموینو وروسته مثبتې پایلې ښودلې دي.

تمه کېږي چې دا واکسین به په نړیواله کچه د دې ناروغۍ په مخنیوي او درملنه کې مرسته وکړی شي.

ویل کېږي چې دا واکسین کولی شي د اېډز د وېروس د بېلابېلو ډولونو پر ضد د بدن دفاعي نظام لا پياوړی کړي.

په لانسټ طبي مجله کې راغلي چې په ازموینه کې ۳۹۳ کسانو برخه اخیستې وه.

دا کسان د امریکا، روانډا، یوګانډا، سویلي افریقا او تایلنډ وو، او په ازمېښتي ډول یې د ۴۸ اونیو لپاره یاد واکسین کارولی.

څېړونکي وایي، د ازموینې پایلې یې "هیله بښونکې" دي.

لیکنه کې راغلي چې همدې واکسین بیزوګان هم "اېچ ای وي" ته ورته له یوه وېروسه خوندي ساتلي دي.

څېړونکي وایي، د کره پایلو لپاره باید نورې ازموینې هم وشي او دا مالومه شي چې د یاد واکسین تر کارولو وروسته د انسانانو د بدن دفاعي نظام په بشپړه توګه د "اېچ ای وي" وېروس د خورېدو مخنیوی کولی شي او که نه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تمه کېږي چې دا نوی واکسین به د اېډز د وېروس د خورېدو مخه ونییسي

څېړونکي غواړي چې په راتلونکي ګام کې دا واکسین د افریقا سوېل کې د یو شمېر هېوادونو پر ۲۶۰۰ ښځو وکاروي، او وګوري چې هلته څومره اغېزمن ثاتېږي.

دا مهال د نړۍ په کچه ۳۷ ملیونه کسان په اېډز ناروغۍ اخته دي، او ویل کېږي چې هر کال په دې شمېر کې ۱.۸ ملیونه کسان ور اضافه کېږي.

که څه هم په دې برخه کې ځیني پرمختګونه شوي، خو بشپړه درملنه یې لا هم نشته، او نه هم تر اوسه داسې کوم واکسین جوړ شوی چې د اېډز مخنیوی وکړي.

ویل کېږي چې د "پرېپ" په نامه یو ډول درمل شته چې د اېچ ای وي د وېروس د خورېدو مخه نیولی شي.

خو د دې درملو ستونزه په دې کې ده چې بشپړ اغېز یا ګټې لپاره باید هره ورځ وخوړل شي.

د اېډز د مخنیوي لپاره د یو ګټور واکسین جوړول تر دې دمه د ساینس پوهانو لپاره یوه لویه ننګونه وه. یو لامل یې دا دی چې "اېچ ای وي" وېروس بیخي ډېر ډولونه لري.

دویمه ستونزه دا ده چې یاد وېروس له وخت سره د بدلېدو وړتیا لري، او د بدن له دفاعي نظامه په یو نه یو ډول ځان ساتي.

وې کېږي چې دا نوی واکسین د "اېچ ای وي" وېروس بېلابېلو ډولونو ته په کتو سره جوړ شوی، او تمه کېږي چې په نړیواله کچه به انسانان له دې ناروغۍ خوندي وساتلی شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب