د برتانیا ملي ګالرۍ په ۵ میلیون ډالرو د هنرمندې تابلو پېرلې

. د انځور حقوق NATIONAL GALLERY PHOTOGRAPHIC DEPARTMENT
Image caption اغلې جنټیلېسکي ۱۷ کلنه وه چې د پلار یوه ملګري انځورګر ' اګوسټینو تاسي' پرې جنسي تېری وکړ.

د برتانیا ملي ګالري د اولسمې پېړۍ اړوند د یوې انځورګرې نادره تابلو په درې میلیونه او ۶۰۰ زره پاونډه چې کابو پنځه میلیونه امریکايي ډالره کېږي، پېرلې ده.

دغه انځورګري د ایټالوۍ انځورګرې ارتمیزیا جنټیلېسکي دی چې د ۱۷مې پېړۍ په نیمايي کې یې ژوند کړی او د خپل وخت له نامتو هنرمندانو وه.

د برتانیا په ملي ګالرۍ کې ټولټال ۲۳۰۰ انځورګرۍ خوندي دي چې له ډلې یې یوازې ۲۱ د ښځو هنرمندانو دي.

د برتانیا ملي ګالرۍ تر دې وړاندې په ۱۹۹۱ کال کې د پرتګالۍ معاصرې هنرمندې 'پایولا رګو' پنځه تابلوګانې پېرلې وې.

* د سري دېوي هنر، خدا ګواه فلم او افغانستان

* د رنګونو ژبه: په هرات کې انځورګري

* د عکسونو البوم: په لرګي د توږلو هنر

د برتانیا د ملي ګالرۍ یوه چارواکي هانا راټچایلډ ویلي، اغلې جنټیلېسکي د خپل وخت مخکښه انځورګره، ښه کیسه ویونکې او اغېزناکه هنرمنده وه:

" هغه له ګوته په شمېر ښځو وه چې وتوانېده زماني محدودیتونه مات، پر شخصي ستونزو لاسبرې او په هنر کې ښه وځلېږي."

د اټکل له مخې، دغه تابلو په ۱۶۱۵ کال کې کښل شوې ده.

په برتانیا کې د ارتمیزیا جنټیلېسکي یوازې دوه نورې تابلوګانې هم شته.

ارتمیزیا جنټیلېسکي د مشهور ایټالوي انځورګر اوراتزیو جنټیلېسکي لور ده چې د ۱۶مې پېړۍ په وروستیو او د اولسمې په لومړیو کې یې ژوند کاوه.

ارتمیزیا جنټیلېسکي د هنر ډګر ته په راتلو کې چې هغه مهال په بشپړ ډول د نرانو په واک کې و، ډېرې سختۍ ګاللې دي.

د انځور حقوق NATIONAL GALLERY PHOTOGRAPHIC DEPARTMENT
Image caption د هنر نړۍ ته د هغې د راتلو هڅې، په وروستیو لسیزو کې د فیمینیزم پر سیمبول بدلې شوې دي.

د هنر نړۍ ته د هغې د راتلو هڅې، په وروستیو لسیزو کې د فیمینیزم پر سیمبول بدلې شوې دي.

اغلې جنټیلېسکي ۱۷ کلنه وه چې د پلار یوه ملګري انځورګر ' اګوسټینو تاسي' پرې جنسي تېری وکړ.

نوموړې لومړنۍ ښځه ده چې د فلورانس د هنر او ډیزاین اکاډمۍ غړیتوب یې تر لاسه کړ او هغې له د دغې نظریې سخته مخالفه وه چې انځورګرانې دې یوازې د ښځینه اتلانو یا لغړ انځورونه کاږي.

اړونده مطالب

ورته مطالب