چټک موټرسایکل ځغلوونکی فلم اخیستو تر زندانه ورساوه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

چټک موټرسایکل ځغلوونکی فلم اخیستو تر زندانه ورساوه

یو موټرسایکل ځغلوونکی چې یوه ګړۍ کې په ۳۰۴ کیلومتر چټکۍ سره یې موټرسایکل چلاوه او د ځان وېډیو یې اخیسته، په زندان محکوم شوی.

د انګلستان ناتینګهام ښار یوې محکمې ۲۶ کلن اډم کمپیون د خطرناکې موټرسایکل چلونې له کبله ۲۱ میاشتې بندي کړ.

کله چې پولیس د هغه د نیولو لپاره د ده کور ته ورغلل، هلته یې سلګونه داسې عکسونه او وېډیوګانې وموندې چې کمپیون په کې د ډېرې چټکې چلونې پرمهال په یوه لاس عکسونه اخیستي/وېډیو یې ډکه کړې او په بل لاس په خطرناک ډول موټر سایکل چلوي.