ننګرهار کې د قابلو پر روزنیز مرکز برید پای ته رسېدلی

. د انځور حقوق EPA

جلال اباد کې د قابلو روزنې پر مرکز برید شپږ ساعته وروسته پای ته رسېدلی دی. د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼي په وینا برید هغه مهال پیل شو، چې یوه برید ګر ځان پورې تړلي باروت وچوول او بل ملګری یې مرکز ته ننوت.

د ده په وینا وروسته امنیتي ځواکونو له مرکزه ۶۱ قابلې او دوه ماشومان رابهر کړل. د ویاند په خبره دویم بریدګر له امنیتي ځواکونو سره له شپږ ساعته نښتې وروسته وژل شوی دی. دغه برید کې دوه امنیت ساتونکي او د مرکز یو موټر چلونکی وژل شوي دی.

پېښه کې اته کسان ټپیان شوي، چې درې د امنیتي ځواکونو کسان دي، ۳ ملکي وګړي او دوه د مرکز کارکونکي دي. د ښاغلي خوګیاڼي په وینا ټپیان ځايي روغتون ته وړل شوي دي.

"جلال اباد برید؛ امنیتي ادارو ته د داعش خبرداری"

"د جلال اباد کرېکټ لوبغالي کې چاودنې پرانسانیت برید دی"

د ننګرهار عامې روغتیا رییس ډاکټر نجیب الله کاموال د مرکز ودانۍ او تجیزاتو ته زیان اوښتی او ژر تر ژره یې بیا فعالیدل شوني نه دي. نوموړی د یوې میاشتې لپاره د دغه مرکزرخصتي اعلان کړه. ښاغلي کاموال بي بي سي ته وویل:

''برید کې درې کسان وژل شوي او د دوو قابلو په ګډون اته کسان ټپیان شوې دي او نژدې اویا سلنه مرکز ویجاړ شوی دی. هغه وسایل او وسایط چې په مرکز کې دننه وو، سوځلي دي یا زیان ورته اوښتی دی ''

د انځور حقوق Reuters
Image caption ننګرهار له پاکستان سره نښتی دی چې په وروستیو کې د خونړیو پېښو شاهد و

له دې مخکې وسله والو طالبانو پر ټوېټر لیکلي و، دغه برید دوی نه دی کړی او تر اوسه بلې کومې وسله والې ډلې هم د برید مسوولیت نه دی منلی.

د ولسواليو په کچه د قابله ګانو په دې روزنيز مرکز کې د ننګرهار د یو شمېر ولسوالیو نجونې روزل کېږي.

ننګرهار په افغانستان کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش له اصلي مرکزونو ګڼل کېږي، خو تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی منلی. دغه ولایت له پاکستان سره نښتی دی چې په وروستیو کې د خونړیو پېښو شاهد و.