څوارلس کلنۍ کې د واده شوې ښځې کیسه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

څوارلس کلنۍ کې د واده شوې ښځې کیسه

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق "یونیسف" په یوه تازه رپوټ کې ویلي، په تېرو پنځو کلونو کې افغانستان کې د ماشومتوب ودونه په سلو کې لس راکم شوي. په دې نظرپوښتنه کې ۴۲ سلنه کورنیو ویلي، لږترلږه د کورنۍ یوه غړي یې تر ۱۸ کلونو ټیټ عمر کې واده کړی.

د بي بي سي زمزمې نیازۍ له یوې داسې مېرمنې سره مرکه کړې، چې ۱۴ کلنۍ کې واده شوې، ۱۵ کلنۍ کې یې معیوبه لور پیدا شوه.