طالبانو په قطر کې له امریکایانو سره مخامخ خبرې کړې

طالبان د انځور حقوق Getty Images
Image caption ویل کېږي چې په دې خبرو کې عباس ستانکزي د طالبانو د پلاوي مشري کوله

د وسله طالبانو په لیکو کې سرچینو د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي ته منلې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو له یوې چارواکې الېس وېلز سره یې په قطر کې په پټه کتلي او مخامخ خبرې یې ورسره کړې دي.

د یادې ډلې جګپوړو غړو بي بي سي ته ویلي، له مېرمن وېلز دا کتنه ډېره ګټوره وه.

د دې کتنې خبر تېره اونۍ د وال سټریټ ژورنال امریکایۍ ورځپاڼې خپور کړی و. خو اوس دوو جګپوړو طالب چارواکو بي بي سي ته ویلي چې له امریکایۍ چارواکې سره یې په دوحه کې کتلي.

د دې چارواکو په وینا، د طالبانو یو شپږ کسیز پلاوي په دې کتنه کې ګډون درلود.

د دې پلاوي مشري عباس ستانکزي کوله، چې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا د بهرنیو چارو وزارت منلې چې الېس وېلز تېره اونۍ په قطر کې وه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم منلې وه چې مېرمن وېلز تېره اوونۍ په قطر کې وه، او په افغانستان کې یې د سولې په اړه خبرې اترې کړې ده.

خو یاد وزارت له طالبانو سره د مخامخ کتنې رپوټونه نه تائيد او نه هم رد کړي وو.

یوه طالب چارواکي ویلي، دا یوه ابتدایي کتنه وه او پر دې خبرې وشوې چې طالبان په راتلونکي کې له امریکایي چارواکو سره څه ډول مخامخ خبرې کولی شي.

د دې کتنې په اړه نور جزیات تر اوسه نه دي په ډاګه شوي.

خو یوه بل طالب چارواکي بیا روئټرز خبري اژانس ته ویلي، دواړه خواوې سلا شوې چې ژر بیا سره وګوري او د افغانستان روانه کشاله د خبرو له لارې حل کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر ټرمپ خپلو دېپلوماتانو ته سپارښتنه کړې چې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي

دا خبر وروسته له هغه را مخې ته کېږي چې امریکایي حکومت خپلو دېپلوماتانو ته سپارښتنه وکړه چې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

طالبان له ډېرې مودې راهیسې وایي چې یوازې به له امریکایانو سره په افغانستان کې د سولې په اړه مخامخ خبرې کوي.

د افغان چارواکو په نه شتون کې له طالبانو سره مخامخ خبرې د امریکا په تګلاره کې یو لوی بدلون دی.

تر دې دمه د امریکا دریځ دا و چې د سولې په خبرو کې باید افغان چارواکي هم ناست وي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا هڅه کوي د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي.

په تېر اختر کې افغان حکومت او طالبان پر یوه بېساري اوربند سره سلا شول، چې دواړه خواو د اختر په درېیو ورځو کې پلی هم کړ.

خو تر هغه وروسته پر افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو بریدونه یو ځل بیا پیل شوي.

ولسمشر ټرمپ تېر کال د افغانستان لپاره د امریکا نوې ستراتیژي اعلان کړه.

تر هغه وروسته د طالبانو پر ضد د امریکا هوایي بریدونه ډېر شوي، او هڅه کېږي چې له دې لارې پر طالبانو فشار واچول شي چې د خبرو مېز ته کېني.

ورته مطالب