د امریکا بندیزونه؛ ایران د ټرمپ "رواني جګړه" وغندله

ایران

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

د بندیزونو لومړی پړاو د سه شنبې پر ورځ پيلېږي

د ایران ولسمشر د دغه هېواد پرضد د امریکا بندیزونو بیا پیلېدل رواني جګړه وبلله چې موخه یې د ایرانیانو وېشل دي.

حسن روحاني په تلوېزوني وینا کې وویل، امریکا له یوې خوا د اټومي خبرو له پیلولو وايي او له بلې خوا بندیزونه لګوي.

"هغه د ایراني ملت خلاف رواني جګړه او ولس کې نفاق اچول غواړي. له خبرو سره هممهال بندیزونه له تصور لوړ دي، د ایران پرماشومانو، ناروغانو او ولس بندیزونه لګوي".

دا بندیزونه په مختلفو برخو کې دي او د ایران د تېلو پرضد هم ورته بندیزونه په پلان کې شته.

اروپايي ټولنې د دې بندیزونو غبرګون کې د هغو شرکتونو د خوندیتوب ژمنه کړې چې "روا یا مشروع سوداګري" کوي.

تېره ورځ د امریکا ولسمشر د یوه فرمان لاسلیکولو سره د ایران پرضد ځینې اټومي بندیزونه بیا پیل کړل، چې نن د سې شنبې په ورځ پلي کېږي.

د امریکا بندیزونه له هغه وروسته دي چې دغه هېواد د روان کال لومړیو کې له ایران اټومي تړون ووت.

ډونلډ ټرمپ له ایران څه غواړي؟

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

د امریکا ولسمشر ډوڼلد واک ته تر رسېدو وروسته بیا بیا ټینګار کړی چې دا تړون ایران د هستوي وسلو له جوړولو نشي را ګرځولی.

دا تړون د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما پر مهال کې د ایران له خوا د جنجالي اټومي چارو د محدودولو لپاره له دغه هېواد د بندیزونو لرې کولو بدل کې شوی و.

خو د امریکا اوسني ولسمشر د ټاکنیز کمپاین پر مهال د دې تړون د له منځه وړلو خبرې کولې.

د امریکا ولسمشر د تېرې مۍ پر اتمه یا نوي ورځې وړاندې وویل چې له شپږو قدرتونو سره د ایران له اټومي تړون وځي او پر تهران بیا هغه بندیزونه لګوي چې د دې تړون له مخې ترې لرې شوي وو.

ډونلډ ټرمپ او ځینې نور لوړپوړي امریکايي چارواکي وايي، بندیزونه له ایران سره د داسې "غوره" اټومي تړون لپاره دي چې له مخې یې تهران له ځینې کورنيو، سیمه ییزو او نړیوالو سیاستونو لاس واخلي.

د دې بندیزونو له مخې به ایران نشي کولی چې امریکایي ډالر وپېریا د اوسپنې او سکرو سوداګري وکړي.

همدا رنګه د صنعي تکنالوژۍ او د ایران د موټر جوړونې برخو کې هم بندیزونه لګول شوي.

د بندیزونو دویم پړاو به په نومبر میاشت کې پیلېږي او هدف به یې د ایران د تېلو صنعت وي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

د بندیزونو دویم پړاو نومبر کې پيلېږي او هدف به یې د ایران تېل وي

ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چمتو دی چې له ایران سره له سره پر یوه نوي اتومي تړون خبرې پيل کړي.

نوموړي ویلي، په نوي تړون کې به د ایران د ټولو مضرو کړنو چاره کېږي.

بل لور ته اروپایي مشرانو هوډ ښودلی چې پر ایران د امریکا د تازه بندیزونو له منفي اغېز نه به خپل شرکتونه خوندي ساتي.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو مشرې فېدریکا موغېریني د فرانسې، جرمني او برتانیې له مشرانو سره په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، له ایران سره د ۲۰۱۵ کال اتومي تړون د نړۍ د امنیت لپاره خورا اړین دی.

دوی همدا راز ټینګار کړی چې له ایران سره به د خپلو هېوادونو سوداګریزو اړیکو ته دوام ورکوي.

د امریکا ولسمشر ډوڼلد واک ته تر رسېدو وروسته بیا بیا ټینګار کړی چې دا تړون ایران د هستوي وسلو له جوړولو نشي را ګرځولی.