"۷ میاشتو کې نیم ملیون افغانان له ایران هېواد ته ستانه شوي"

کډوال د انځور حقوق Getty Images
Image caption ۷ میاشتو کې کابو نیم ملیون افغانان له ایران بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي

د کډوالو نړیوال سازمان وایي، په روان میلادي کال کې کابو نیم ملیون افغانان له ایرانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي.

د فرانسې خبري اژانس هم ویلي، په تېرو اونۍ کې د امریکایي ډالر پر وړاندې د ایراني ریال بیه را لوېدلې.

له همدې کبله ایرانه د افغان کډوالو د وتلو بهیر په بېساري ډول چټک شوی دی او ګڼ شمېر یې بېرته هېواد ته ستانه شوي.

د کډوال نړیوال سازمان هم وایي، په تېرو څو اوونیو کې کابو ۴۴۲ زره افغانان په خپله خوښه له ایران بېرته افغانستان ته تللي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په تېره می میاشت کې له ایران سره شوی اتومي تړون لغوه کړ او اعلان یې وکړ چې هېواد به یې نور د دې تړون برخه نه وي.

د انځور حقوق Archives
Image caption ګڼ شمېر افغانان د ایران له لارې اروپا ته د تللو هڅه کوي

له هماغه راهیسې ایراني ریال د امریکایي ډالر پر وړاندې خپل نیمایي ارزښت له لاسه ورکړی دی.

ویل کېږي چې همدې وضعیت په ایران کې مېشت افغان کډوال هم له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

په تېرو کلونو کې ګڼ شمېر افغانان د کار روزګار لپاره په ناقانونه توګه ایران ته تللي.

خو اوس په ایران کې روان اقتصادي وضعیت دوی اړ کړي چې بېرته هېواد ته را ستانه شي.

بل لور ته هغه افغانې کورنۍ چې کرکیله کوي، هېواد ته له راستنېدو وروسته له سختې وچکالۍ سره مخ دي.

په تېرو ۷ میاشتو کې نیمایي هغه افغانان چې له ایرانه راستانه شوي، هغه ناقانونه کډوال وو چې ایراني پولیسو نیولي او په جبري ډول یې بېرته افغانستان ته لېږلي.

د کډوالو نړیوال سازمان اټکل کوي چې په راتلونکو میاشتو کې به له ایرانه د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر نور هم چټک شي.

ورته مطالب