امریکا له برتانیا غوښتي د ایران په اړه نظر بدل کړي

. د انځور حقوق Reuters
Image caption د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ متحده ایالتونه له ایران سره له شوي اټومي تړون (برجام) څخه ایستلی او پر ایران یې بیا بندیزونه لګولي دي.

په برتانیا کې د امریکا سفیر د دغه هېواد له حکومته غوښتي چې د ډونلډ ټرمپ له هغو هڅو ملاتړ وکړي چې غواړي پر ایران فشارونه ډېر کړي.

په انګلستان کې د امریکا سفیر "ووډي جانسون" له لندنه په خپرېدونکي ټیلیګراف ورځپاڼه کې په خپاره کړي مطلب کې له برتانیا غوښتي چې د ایران په اړه له اروپايي اتحاديې سره د همږۍ پر ځای دې د امریکا له دریځه ملاتړ وکړي.

ښاغلي جانسون برتانیا د امریکا تر ټولو نږدې ملګرې بللې او له دغه هېواده یې غوښتي چې د ایران او برجام په اړه خپل نظر بدل کړي.

* "۷ میاشتو کې نیم ملیون افغانان له ایران هېواد ته ستانه شوي"

* د امریکا بندیزونه؛ ایران د ټرمپ "رواني جګړه" وغندله

* "له ایران سره د افغان سوداګرۍ کچه تر ادعا ۷۵ سلنه کمه ده"

نوموړي ویلي، ایران د نړیوالې ټولنې پر مسوول غړی هېواد شوی نه دی، نو ځکه یې باید پر وړاندې په لوېدیځو هېوادونو کې (یو موټی ټلواله) جوړه شي چې دغه هېواد خپل چلند کې بدلون راولي.

د امریکا سفیر زیاته کړې، که د ایران دولت " تلپاتې او د حس وړ بدلونونه" رامنځته کړي او د یوه عادي هېواد په توګه چلند وکړي، امریکا چمتو ده ټولې سوداګریزې او ډیپلوماټیکې اړيکې ور سره بیا ورغوي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ متحده ایالتونه له ایران سره له شوي اټومي تړون (برجام) څخه ایستلی او پر ایران یې بیا بندیزونه لګولي دي.

د امریکا دغه چلند د اټومي تړون د لاسلیکوونکو هېوادونو برتانیا، فرانسې او نورو له غبرګون سره مخامخ شوی دی.

له یاد تړونه د امریکا تر وتلو وروسته اروپایان د دغه تړون د پر ځای پاتې کېدو هڅې کوي. اروپايي ټولنې ویلي، اروپايي شرکتونه به په ایران کې پانګونې ته وهڅوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د ایران ولسمشر حسن روحاني (ښی) او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ (کیڼ)

برتانیا ځان اټومي تړون ته ژمنه بولي، خو د ایران د سیمه ییزو فعالیتونو په اړه یې اندېښنه ښودلې ده.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، له ایران سره د "ښې هوکړې" په لټه دی او چمتو دی چې له هر ډول مخشرط پرته له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

خو د ایران ولسمشر حسن روحاني له بندیزونو سره هممهاله خبرې اترې بې مانا ګڼلي او دغه مسله یې په رواني جنګ کې د خپل هېواد د ور ښکېلېدو په مانا ګڼلې ده.

ورته مطالب