"ځینې نوماندان له شکایت پرته د ټاکنو له نوملړه ایستل شوي"

افغانستان

د عکس سرچینه، IECA

د عکس تشریح،

د ټاکنو کمیسیون وایي، حق لري چې ځینې کسان له شکایت پرته هم د نوماندانو له لېسته وباسي

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ویلي، د نوماندانو له ډلې یې لس تنه له کوم شکایت پرته له وروستي لېسته ایستلي دي.

د دې چارواکي په وینا، کمیسیون د ټاکنو د قانون د نویمې مادې پربنسټ حق لري چې ځینې کسان له شکایت پرته لرې کړي.

ټولټال ۳۵ نوماندان د ټاکنو د کمیسیون د ۴۴مې مادې پر اساس د نوماندانو له وروستي لېسته ایستل شوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، دا شونتیا شته چې نور نوماندان هم له وروستي لېسته و ایستل شي.

د کمیسیون د چارواکو په وینا، خلک کولی شي د ټاکنو تر ورځې د نوماندانو په اړه شکایت وکړي، او کمیسیون به یې ارزونه کوي.

د ټاکنو له وروستي لېسته یو شمېر ایستل شویو نوماندانو اعتراض کړی او د کمیسیون له پریکړې سره یې مخالفت ښودلی.

په دوی کې ځینو د ټاکنو کمیسیون په ناقانونه کړنې تورن کړ او وايي، له مخکې نه یې خبر نه و ورکړی او د استیناف حق هم نه دی ور کړل شوی.

خو کمیسیون وايي، له وروستي لېسته ایستل شویو معترضو نوماندانو ته یې قانوني ځواب ورکړی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

افغانستان کې پارلماني او د ولایتي شوراګانو ټاکنې په اکتوبر کې کېږي

په دې نوماندانو کې یو هم په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازی ملا تره خېل محمدی دی چې مخکې ورته خبرداری ورکړل شوی و، خو اوس یې نوم بیخي له لېسته و ایستل شو.

مُلا تره خېل ادعا کوي چې کمیسیون ناقانونه چلند ورسره کړی.

په نورو پېژندل شویو څېرو کې د ټاکنو کمیسیون د دارالانشا پخوانی مشر ضیا الحق امرخېل هم شامل دی.

نوموړی وایي چې د ده په اړه کمیسسون ته هڅ ډول شکایت نه دی شوی.

د حزب اسلامي پخوانی قومندان زرداد فریادي هم د نوماندانو له وروستي لېسته ایستل شوی.

فریادي د جنګي جرمونو په تور بریتانیا کې له شل کال بند تېرولو وروسته کابل ته راغی او د ولسي جرګې ټاکنو ته ځان نوماند کړی و.

د بدخشان د خلکو استازې فوزیه کوفي چې له لومړي لېسته هم ایستل شوې وه، په وروستي لېست کې هم شامله نشوه.

نوموړې پرون یو ځل بیا د خپلو پلویانو په منځ کې د اعتراض غږ پورته کړ او ویې ویل:

"دا ټولې دسیسې چې دوی جوړې کړي، د اغېزمنو سیاسي څېرو لپاره دي".

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د عکس تشریح،

د بدخشان د خلکو استازې فوزیه کوفي هم له وروستي لېسته ایستل شوې

خو د ټاکنو کمیسیون مشر عبدالبدیع صیاد وايي، کمیسیون د قانون په چوکاټ کې له ټولو نوماندانو سره همکار دی او د هېچا تر نفوذ لاندې نه راځي.

د ټاکنو د کمیسیون د وروستۍ پرېکړې په اړه مو د یو شمېر رایه ورکوونکو نظرونه هم وپوښتل. د کابل یوې اوسېدونکې ګلالۍ نورزۍ بي بي سي ته وویل:

"زما په اند د ټاکنو کمیسیون ښه کار کړی. باید داسې کسان پارلمان ته راشي چې ارزښت او استعداد ولري".

د ټاکنو د قانون ۴۴مه ماده وايي، هغه کسان چې له ناقانونه وسله والو ډلو سره تړوا لري، د نشیي توکو په قاچاق کې لاس لري، د ځمکو غصب او یا د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو باندې تورن وي، که یې په اړه کمیسیون ته شکایت وشي نو دوی نه شي کولی ځانونه ولسي جرګې ته نوماند کړي.