د جګړې د نسلونو اختر

اختر
Image caption میندو به مو اختر کې وړې کڅوړې له ټوکره راته ګن‌‌‌‌‌‌ډلې وې

د ماخوستن له مړۍ وروسته به مو پښې نه ټینګېدې. ټول به یوه کور ته راټول شوو. یوه زړور کوچني ته به یې د پسه له وړیو ږیره جوړه کړه. لونګۍ به یې کلکه ور وتړله. کونټۍ یا لکړه به یې لاس کې ټینګه ونیوله، لکه د رښتیا بو‌‌‌‌‌‌ډا چې وي، او ځان یې پرې تکیه وي.

همدا کوچنی بو‌‌‌‌‌‌ډا به مخکې او موږ به ورپسې وو. دا سندره به مو په لوړ غږ زمزمه کوله:

ارګوړي برګوړي

خدای دې زامن درکړي

چې په غولي درته ښوري

د اختر په شپه به د کلي له جوماته نیولې هر کور او کوټې ته بېل، بېل ورتللو.

پيسې به مو ټولولې. دې ساعتیرۍ ته به مو "ارګوړي" ویل.

کوچني بو‌‌‌‌‌‌ډا به خلکو ته موږ خپل ماشومان ورپيژندلو. یو وار جومات ته ولاړو. نیکه مې دې خدای وبخښي، له کوچني بو‌‌‌‌‌‌ډا یې وپوښتل:

"ښه نو اکا له خیره دلته ولې راغلې؟"

ماشوم چې د پسه وړۍ په مخ کلکولې، کونټۍ یې څنګ ته کړه.

"حاجي صاحب! اختر راغی، دغه مې هم ټول واړه دي. په کلي مو جنګ و، بې کوره شوو. بس که څه راپېرزو کړئ".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پخوا په څېر دومره ډېر ماشومان وچې مېوې پسې لپې نه ګرځوي

نیکه به مې دومره ورته وخندل چې د جومات سکوت به په شور واوښت. تر بل هر چا به یې ډېرې روپۍ راکولې.

سبا به چې نارینه له لمانځه راغلل، کوچني بو‌‌‌‌‌‌ډا به ټولې روپۍ زما نیکه ته وسپارلې. هغه به یو څه ده ته ډېرې ورکړې نورې به یې کوچنیانو ته د اختري په دود ورکولې.

کور ته به چې راغلو، میندو به مو موټي راباندې پرانیستل. روپۍ به یې اخیستلې، خو که راپاتې به شوې موږ به پرې چارمغز، هګۍ، پلاستیکي نانځکې یا نور شیان اخیستل.

چې "ارګوړي" به خلاص شول، هلکان به ویده شول. موږ ته به یې نکریزې خیشتې کړې وې.

مشرې عمه به مې د ګوتو څوکې راسرې کولې. وړکیو ته دا عیب و، هغوی به چې زړه ښه کړ چې د چپ لاس خاچۍ ګوته سره کړي، په سبا به د نورو له پېغورنو نه خلاصېدل.

میندو به مو وړې کڅوړې له ټوکره راته ګن‌‌‌‌‌‌ډلې وې. یا به یې پلاستیکي لاس کې راکړې.

موږ به د هر اختر پر سهار د کلي ټولو کورونو ته ورتلو. وچه مېوه به مو راټولوله. ممپلي، نقل، چڼې، وچ واړه بېسکېټ، لږ ممیز به هر کور یوه، یوه لپه راکول.

هلکانو ته به یې هګۍ ورکولې. د نجونو هغه هم نصیب نه وې. چارمغز په اختر کې لکه بڼ کې د ګلاب ګل دومره مهم وو. که چا به نه راکول راپټول به مو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نجونو به پر لاسونو نکریزې کېښودې او ځینو هلکانو هم یوه ګوته سره کوله

بیا به نجونو او هلکانو په ګ‌‌‌‌‌‌ډه د چارمغز ګټلو لوبه کوله. ځمکه به مو په دایروي شکل لږ ژوره کړه. د همدې ژور ځای مخته به مو چارمغز کتار کړل. په بل چارمغز به مو وار پرې کاوه. هر څومره به چې ژور ځای ته ور ولوېدل هغه به مو ګټلي وو.

موږ کې دود دی چې د اختر یوه غرمنۍ یوه کور تیاروي. ټول کلی ور غواړي. یا یې همه څو کورونه په ګ‌‌‌‌‌‌ډه مېلمستیا کوي. خو د اختر درې ورځې غرمنۍ ټول کلی یا یوه یا بل کور کې په ګ‌‌‌‌‌‌ډه خوري. او دغه ټوله غرمنۍ به ښځو تیاروله. نارینو ته به عیب و چې پخلنځي ته ننوځي. ښه سړی به هغه و چې د دروازې له خولې په ښځو د چایو دمولو او ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ تیارولو امر وکړي.

جاینماز او تنورپاک به ښځو له هر څه اول مینځل. ویل یې ډېر ثواب لري چې اختر ته پاک شي.

اوس چې خبرېږم او وینم یې نو د خلکو رنګ اوښتی. که څه هم اوس هم راټولېږي، خو زړونه یې روغ نه وي. هر اختر کې یو نه یو زلمی کم وي.

د پخوا په څېر دومره ډېر ماشومان وچې مېوې پسې لپې نه ګرځوي. نه هم چارمغز ټولوي، چې بیا د چارمغز ګټلو لوبې وکړي. نه خو د شپې څوک "ارګوړي" کوي.

اوس کلي کې ځینې وايي چې دا دودنه د زردشتیانو او هندوانو دي، او باید ختم شي. طبعاً دا خلک د نجونو او هلکانو ګ‌‌‌‌‌‌ډه ناسته او ولاړه مناسبه نه بولي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption هلکانو ته به اېشېدلې هګۍ ورکول کېدې خو د نجونو په نصیب کې به نه وې

ځینې خلک ماخوستن تلویزیونو کې کنسرتونو ته چکچکې کوي. ځینې د تیارې له ډاره نه راووخي. داسې نه ده چې کله زه وړه وم نو جګړه نه وه. خو هغه وخت له جګړې پخوانی نسل تازه او برلاسی و.

زموږ ټول کلي کې به دا لوبې، نندارې، ساعتیري او راټولېدل زما د نیکه له برکته وو. خو چې هغه مړ شو، بیا د چا زړه کې سېک نه و.

دی مې هېڅکله ناهیلی نه و لېدلی. همدې توده جګړه کې یې هم د ژوند کولو لپاره پلمې موندلې. د خوشالۍ یو فرصت یې نه ضایع کاوه. ښايي یو دلیل دا و چې ده ماشمتوب جګړه کې نه و تېر.

یوې همځولې ته مې همدا کیسه کوله. هغې وویل:

"زما نسل ښايي داسې نه وي، موږ جګړه کې ښايي یوازې بایلل کړي وي. موږ ښايي هېڅ شی نه وي ګټلي چې غړۍ هسکې کړو. ځکه به نه اختر ته هغسې هوسېږو، نه به حوصله راپاتې وي چې ډېرو سره یې وپالو".

او یا به زموږ لمانځنې هم تکنالوژۍ تصرف کړې وي، خوشالي به د تلویزیون له ځوږه ډک کنسرت کې لټوو.

اړونده مطالب

ورته مطالب