کابل طالبانو ته: د خپلو بندیانو لېست راکړئ

بندیان د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان چارواکي وایي طالبانو ته یې ویلي چې د خپلو بندیانو لست ور وسپاري

په داسې حال کې چې طالبانو لا د افغان ولسمشر د مشروط اوربند وړاندیز ته ځواب نه دی ویلی، حکومت د دغې ډلې د بندیانو په تړاو هم خپله تګلاره روښانه کړه.

افغان چارواکي وایي طالبانو ته یې ویلي چې د خپلو بندیانو لست ور وسپاري چې د پرېښودو پر څرنګوالي یې عدلي او قضایي ارګانونه غور وکړي.

کابل له طالبانو هم غوښتي چې د حکومتي بندیانو لست ورسره شریک کړي چې د هغوی له خوا خوشې کېدونکي کسان سم وپېژندل شي.

کابل شک لري چې ښایي د اختر په تړاو د طالبانو له خوا پرېښودل شوي کسان عسکر او حکومتي مامورین نه وي.

طالبانو مخکې په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه کسان یې د غزني په ګډون د افغانستان د بېلابېلو سیمو په جګړو کې نیولي دي.

حکومت دغه راز شوني اوربند ته د چمتووالي خبر هم ورکړی دی.

ارګ وایي د افغانستان په ټولو څلور دېرشو ولایتونو کې د اوربند ملي کمیسیونونه او د څار او رپوټولو د همغږۍ ۲۴ ساعته مرکزونه جوړ شوي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني سر له نن نه چې عرفه ده، تر دریو میاشتو د طالبانو د منلو په شرط له دغې ډلې سره د اوربند اعلان پرون یکشنبه د خپلواکۍ په نمانځغونډه کې وکړ.

څېړونکي وایي ښایي طالب وسله وال رسمي اوربند اعلان نه کړي، خو د اختر دریو ورځو کې به بریدونه هم ونه کړي.

په نړیواله کچه هم د ولسمشر غني د اوربند د اعلان هرکلی شوی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هیله ښودلې چې دا ګام به افغانستان کې دوامداره سوې او ثبات ته لار پرانیزي.

اړونده مطالب

ورته مطالب