یونان کې کډوال ماشومان د ځان وژنې په فکر کې دي

افغانان
د عکس تشریح،

افغان سارا خان وایي، ماشومان یې په پنډغالي کې وېرېږي

د یونان د لېسباس ټاپو کې د موریا په نامه د کډوالو په پنډغالي کې تاوتریخوالی له حده وتلی. دا ځای د ۳۰۰۰ کډوالو لپاره جوړ شوی و، خو اوس ۸۰۰۰ پکې مېشت دي.

د یوې خیریه ټولنې په وینا، په دې پنډغالي کې وضعیت دومره بد دی چې اوس پکې لس کلن ماشومان هم د ځان وژنې په اړه فکر کوي.

په پنډغالي کې مېشته یوه افغانه ښځه سارا خان وایي، تل په دې هڅه کوي چې له خپلو ماشومانو سره یو ځای له دې پنډغالي ووځي.

د نوموړې په وینا، د خواړو ترلاسه کولو لپاره ټوله ورځ له خپلې کورنۍ سره په کتارونو کې ولاړه وي.

سارا خان وایي، کله چې شپه شي، له ډېرې وېرې منډې ته چمتو ناست وي چې هسې نه تاوتریخوالی پیل شي. د هغې په وینا، ماشومان یې د دې وضعیت له کبله د شپې خوب نشي کولی.

د عکس تشریح،

بې پولې ډاکټران وایي په پنډغالي کوچني ماشومان هم غواړي ځان وژنه وکړي

په موریا پنډغالي کې حالت دومره له کنتروله وتلی چې اوس مرستندویه ټولنو هم په احتجاجي توګه هلته خپل فعالیتونه درولي دي.

د بې پولو ډاکټرانو وینا، په پنډغالي کې د هرو ۷۰ کسانو لپاره یوازې یو تشناب دی چې هلته خپل حاجت رفع کړي.

یاده ټولنه وایي، ټول پنډغالی د هوا ککړه ده او هره خوا د مرداریو بوی خور وي.

ځینو کډوالو د سر پټولو لپاره له اوسپنې غرفې جوړې کړي. نورو بیا شاوخوا خیمې درولي دي.

په دوی کې ډېری هغه کسان دي چې حکومت ورته د استوګنې ځایونه نه دي ورکړي.

په یوه خیمه کې تر ۱۷ کسان اوسېږي. مطلب دا چې ځينې وخت څلور کورنۍ یو ځای ویده کېږي.

خیمې دومره ډېرې شوي چې له پنډغالي بهر شاوخوا سیمو ته هم رسېدلي.

د عکس تشریح،

موریا پنډغالی د ۳۰۰۰ کسانو لپاره جوړ شوی، خو اوس پکې ۸۰۰۰ کسان اوسي

ډېر ځله کډوال په خپلو کې هم سره لاس او ګرېواب کېږي. په تېره مۍ میاشت کې عرب او کردان سره ونښتل.

د نښتې په پایله کې ګڼ شمېر کردي کډوال اړ شول چې پنډغالی پرېږدي او نورو ځایونو ته کډه شي.

د موریا کمپ یوه پخواني اوسېدونکي جواد بي بي سي ته وویل، په پنډغالي کې توکم پرستي، ژبنی تعصب او کرکه بیخي ډېره ده. سنیان له شیعه ګانو سره او عرب له کردانو او افغانانو سره وران دي.

د جواد په وینا، ان د سوریې کورنۍ جګړه ځینې وخت د دې پنډغالي تر خیمو را رسېږي.

پر هغه ورځ چې بي بي سي دې پنډغالي ته د ویدیو لپاره ورغله، د غرمې ډوډۍ پر وخت په کتار کې ولاړ خلک خپلو کې سره ونښتل.

په اخ و ډب کې دوه کسان په چړو ووهل شول او په ټول پنډغالي کې وېره خوره شوه.

پنډغالی ناپاکه دی او ماشومان پکې د پوستکي او نورو ناروغیو نه کړېږي. د نښتو پر وخت پولیس اړ کېږي چې اوښلن غاز وشیندي. خو د همدې غاز له کبله بیا کډوال په پنډغالي کې ساه نشي اخیستلی.

مرستندویه فعالان وایي، ان لس کلنو ماشومانو ورته ویلي چې غواړي ځانونه ووژني.