ننګرهار والي: د پاکستان وېزې اخیستو کې سلګونه زره روپۍ ښکته پورته کېږي

ننګرهار والي: د پاکستان وېزې اخیستو کې سلګونه زره روپۍ ښکته پورته کېږي

د ننګرهار والي حیات الله حیات د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، دوی جلال اباد کې د پاکستان د کونسلګرۍ له کارونو خوښ نه دي:

"موږ د کونسلګرۍ له کارونو خوښ نه یو، هره ورځ سلګونه زره روپۍ ښکته پورته کېږي، موږ ته داسې معلومات هم رارسېدلي چې د یوې وېزې بیه له پنځو زرو تر شلو زرو کلدارو ده."