د اوبو کمښت افغانستان کې کرنه او مالداري ځپلي

اوبه
Image caption د شمېرو له مخې ۸۰ سلنه افغانان په کرکيلې او مالدارۍ بوخت دي

افغان چارواکي وايي، اقليمي بدلونونو د دغه هېواد تر ۶۰ سلنې ډېر څاروي د له منځه تلو خطر سره مخ کړي دي.

د دوی په خبره په افغانستان کې نږدې پنځوس سلنه د ځمکې پر سر بهېدوونکې اوبه کمې شوې دي او تر ځمکې لاندې اوبه هم نږدې اته متره ښکته تللې دي.

د اوبو کمښت او دې اقليمي بدلون د افغانستان د کرنې برخه هم سخته ځپلې ده.

د دې لپاره چې دا وضعیت په خپلو سترګو وګورم، د کابل ښار په شمال کې د شکردرې ولسوالۍ دانشمند کلي ته ورغلم.

بزګران په ټکنده غرمه کې په کروندو کې لګیا وو.

رومیانو يې بار نیولی، دوی دستکشې په لاسو، په ټيټه ملا پر پولو ګرځي.

له بوټو دانه دانه رومیان راټولوي او ټوکرۍ ترې ډکوي.

خو لکه د افغانستان ځينې نورې سيمې، د دانشمند کلي ځمکه هم تږې ده.

Image caption د شکردرې ولسوالۍ دانشمند کلی هم اوبه نه لري

د خړوبولو لپاره يې له سل متره ژورې څاه د ورځې د لمريزې برېښنا او د شپې د جنراتورونو په زور رڼې اوبه را ايستل کېږي.

خو هر کال دا اوبه په ځمکه کې ښکته ځي او د بزګرانو زړونه هم ورسره لوېږي.

بزګر شریف الله وايي، د اوبو کمښت د فصل بار هم ناروغه او کم کړی.

''کله چې رومیانو ته اوبه ونه رسېږي نو تور داغ پېدا کوي. دا یو ډول ناروغي ده چې باتينګړ قیمت ورسره بایلي او بوټی بار کم نیسي. پخوا مو د ویالو په اوبو چاره کېدله خو اوس د اوبو مشکل ډېر زیات دی. د جنراتورونو د تېلو مصرف نشو پوره کولای''.

نصیر هم د شکردرې د دانشمند کلي یو بزګر دی. پر هغې ویالې يې وګرځولم چې د ده په وینا یو وخت ژوروه وه او ډکه بهېده، خو اوس له ډېر وچوالي خام سړک ته ورته ښکارېده.

Image caption بزګر شریف الله وايي، د اوبو کمښت د رومیانو فصل ناروغه او کم کړی

د دې سیمې بزګرانو د اوبو څاګانې کېندلې دي او اوس يې په هماغو اوبو ګوزاره روانه ده، خو اندېښمن دې ته دي چې اوس ژورې څاګانې هم په وچېدو دي. دا ځکه چې اوبه په ځمکه کې ښکته روانې دي او دوی اړ کېږي چې لا ژورې څاګانې وکيندي.

یوازې ځمکه نه ده تږې، د څارویو خولې هم په اوبو پسې وچې دي.

د کلي په یوه څنډه کې د یوې څاه پر غاړه د څو شېبو لپاره اوبه ډنډ درېږي.

د شاوخوا سيمو شپانه په منډه خپلې رمې هلته ور رهي کوي.

موږ چې ور ورسېدو، تازه یوه رمه ورته راورسېده او بله یو څه لرې واړه شپانه په تمه پنډه کړې وه.

د اوبو کمښت د افغانستان شاوخوا ۶۰ سلنه مالداري د له منځه تلو خطر سره مخ کړې ده.

Image caption د اوبو کمښت د افغانستان شاوخوا ۶۰ سلنه مالداري د له منځه تلو خطر سره مخ کړې ده

یو کوچی حکم خان وايي، څړځایونه او شنې ځمکې نشته نو مالداري له کومه شي؟

''پخوا زموږ هر کور څلور پنځه سوه مېږې درلودې، ښه پسونه به مو ساتل. د چم ګاونډ خلکو باغونو، پټیو او ځمکو کې به څرېدل، یا به مو واښه کور ته ورته راوړل. خو اوس د همدې خشکۍ له وجې هر څه ختم شوي دي".

وچکالۍ د شکردرې د بادامو باغونه هم ځپلي دي. محمد اکبر یو بڼوال دی. باغ يې څو کاله مخکې ښه بادام ورته کول او د ده لستوڼی ورسره غوړ و. خو وايي، اوس يې په ونو کې د بادامو پر ځای وچې شوې پاڼې ډېرې دي.

Image caption حکم خان وايي، څړځایونه او شنې ځمکې نشته نو مالداري له کومه شي؟

''باغ مې له تېر پسرلي راهيسې يوازې دوې پڼې اوبه څښلي دي، ځکه چې اوبه نشته. پر دې بڼ موږ څلور پنځه لکه افغانۍ مصرف کړې، اوس هغه لګښت خو څه چې ان زموږ خرڅه هم نشي ایستلی. اوبو ډېر تاواني کړي یوو. ''

افغانستان یو کرنيز هېواد دی. د شمېرو له مخې ۸۰ سلنه افغانان په کرکيلې او مالدارۍ بوخت دي. خو د اوبو کمښت ښکاري چې ډېر تاوان وراړولی دی.

په افغانستان کې د اوبو د کمښت په اړه زموږ د ځانګړي پوښښ بل رپوټ په لاندې لېنک موندلی شی.

ورته مطالب