د کتاب مخکتنه: "د پښتني ژوند کړه وړه"

دروېش درانی
Image caption تاریخ ته هم که له بېلابېلو اړخونو وکتل شي ښايي لیکوال د دروېش دراني غوندې اثر وپنځوي

‎پښتنو د تاریخ په اوږدو کې کومې کارنامې کړي؟ اسطورو کې د دې قوم ځای چېرې دی؟ پښتو څنګه وغوړېده؟ اوس دا قوم او ژبه په کوم لوري روان دي؟ پښتون شاعر او لیکوال دروېش دراني هڅه کړې چې دا او دې ورته ‌‌‌‌‌‌ډېرې پوښتنې په خپل کتاب " د پښتني ژوند کړه وړه" کې ځواب کړي

‎ښاغلی درانی اوس په کوټه کې تدریس کوي. اوسنیو پښتنو شاعرانو کې داسې کس دی چې سترګې ور اوړي.

یاد کتاب په ۲۰۱۴ زېږدیز کال کې چاپ شوی. ما تازه ولوست، او فکر مې وکړ د هغوی لپاره چې غواړي د پورته او دې ورته ځینو نورو پوښتنو ځواب ومومي وریادول به یې بې ګټې نه وي.

‎کتاب اووه څپرکي لري، او د پښتنو د ژوند بېلابېل اړخونه یې سپړلي.

‎تاریخ پوه وېل ‌‌‌‌‌‌ډورانټ باور درلود چې تمدن یوازې د یوه اړخ پرمختګ نه دی، بلکې کله چې ژوند کې بېلابېل شیان لاس سره ورکړي، یانې له سیاسي بهېرونو نېولې بیا تر هنر، ادب، موسیقۍ، ساینس او نور سره یو ځای شي نو په پایله کې یې تمدن رامنځته کېږي.

مطلب د تمدن په رامنځته کېدو کې د دې ټولو و‌‌‌‌‌‌نډه ده.

Image caption ‎کتاب اووه څپرکي لري، او د پښتنو د ژوند بېلابېل اړخونه یې سپړلي.

‎تاریخ ته هم که له بېلابېلو اړخونو وکتل شي ښايي لیکوال د دروېش دراني غوندې اثر وپنځوي چې له چاپېدو څو کاله وروسته هم د بحث موضوع شي.

نوموړي همدې مسلې ته په کتاب کې پام کړی. په اسطورو کې د پښتنو له یادونې نېولې بیا د دې قام تر اوسنیو ستونزو، ډېر څه یې پکې بیان کړي.

‎لیکوال د کتاب سریزه کې د پخوانۍ اریانا او خراسان په برم کې د پښتنو جوته ونډه وه، خو تاریخ په دې اړه څه نه وايي.

لیکوال یې لامل دا بولي چې تاریخ نورو لیکلی دی.

د ده په باور پښتنو د توري یاري کړې، خو د قلم یې نه ده کړې.

ښاغلی درانی وایي، په دې کتاب کې یې هڅه کړې چې دا دود مات کړی.

Image caption لومړی څپرکی یې پر اسطورو او دې کې د پښتنو په اسطورو دی

‎د کتاب منځپانګه:

‎لومړی څپرکی یې پر اسطورو او دې کې د پښتنو په اسطورو دی. پر دې خبرې شوي چې څرنګه پښتنو هم نورو ته نږدې یا ورته اسطورې لرلې، چې له دومره اوږده او کړکېچن سفر وروسته هم تر اوسه ژوندۍ دي.

‎لیکوال دوهم څپرکي کې هم اسطورې یادوي، خو له ادبیاتو سره او دې کې د پښتنو لاس تش بولي. د فردوسي شاهنامه هم د لوستونکیو مخته ږدي.

بیا یې د دې شرایط هم تشرېح کړي چې ولې پښتنو داسې یو اثر ونه پنځاوه.

لیکوال شاهنامه کې د پښتنو یادونې ته هم لنډه کتنه کړې، او پرهغو کسانو یې نیوکه کړې چې باور لري دې اثر کې پښتانه کمزوري ښودل شوي.

‎له اسطورو بیا پښتونولۍ او فولکلور ته راځي. له کیسو نیولې بیا تر سندرو، لن‌‌‌‌‌‌ډیو او متلونو بحث پرې کوي.

‎د پښتنو ښه او نا ښه دودونه یادوي. دلته یې بحث له روایت او کیسې ‌‌‌‌‌‌ډېر د تحلیل بڼه غوره کوي.

ځینې وخت د قضاوت کولو پر ځای هڅه کوي یوه دود شوې فلسفه تشریح کړي.

‎څلورم څپرکي کې یې د ژبې په وده، او پر پاچاهانو بحث کړی.

دې کې یې د پښتو ژبې بهیر د مغولو را دورې نېولې بیا تر ننه څېړلی. پېر روښان یې یاد کړی. د پښتنو د ستر شاعر خوشحال خان یادونه یې کړې.

بیا خدایي خدمتګارانو او امیر امان الله خان پر هغو کارونو غږېدلی چې د پښتو ژبې د ودې لپاره یې کړي.

‎ورپسې پښتنو ته د کتاب په راتګ غږېږي. همدا رنګه د ‌‌‌‌‌‌ډیورنډ پر کرښې غږېدلی. له کرښې سره د پښتنو راپورته شوې ستونزې یې هم نه دې هېرې کړي. او وروسته یې د پای خبرې کړي، چې ځینې وړاندیزونه هم لري.

‎مثبت او منفي اړخ:

‎د کتاب د لوستو پر وخت مې داسې احساس نه کړه چې ګوندې دروېش درانی دې د کوم چا تله درنه کړي. لږ تر لږه ما احساسوله چې د انګریزۍ په اصطلاح "نېوټرل " یا بې پرې و. خو ځینې وخت مې احساسوله چې کاش موضوع یا بحث یې لږ نور غځولی وای. کولای یې شول چې ځیني موضوعات لږ ډېر تشرېح کړي او نورې خبرې هم پرې وکړي.

‎دا کتاب به هغو ځوانانو او پېغلو، یا هغو ټولو کسانو ته چې غواړي د پښتنو د ژوند یو هر اړخېز تصویر ولري، ښايي ښه ټاکنه وي.

همدارنګه، هغه کسان چې غواړي د پښتون قام په ستونزو ځانونه خبر کړي ښايي دا کتاب مرسته ورسره وکړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب