د افغانستان کرېکټ غوره لیګ ته لوبغاړي اخیستل کېږي
- نور سعید
- بي بي سي لندن
د افغانستان غوره لیګ سیالۍ به د اکتوبر پر پنځمه پیلېږي
افغان کرېکټ چارواکي وايي، راتلونکې اونۍ به د متحدو عربي اماراتو دبۍ کې د افغانستان غوره لیګ سیالیو لپاره د لوبغاړو پېر مراسم وشي.
د افغانستان کرېکټ بورډ له لوري یوه اعلامیه کې ویل شوي، دغه مراسم به پر راتلونکې دوشنبه (سپتمبر لسمه) کېږي.
اعلامیه کې ویل شوي، د (APL) یا افغان غوره لیګ دغو سیالیو کې د افغانستان، پاکستان سویلي افریقا او ویسټ انډیز په ګډون د نژدې ۱۵ هېوادونو لوبغاړي چې شمېر یې ۳۵۰ کسانو ته رسېږي، شپږو کټګوریو کې ثبت شوي دي.
له دې مخکې ویل شوي و، چې د غوره لیګ د پنځو لوبډلو امتیاز اخیستو لړۍ پای ته ورسېده او د همدې لوبډلو امتیاز لرونکي به وکولای شي، چې لوبغاړي وپېري.
د تېرې اګست میاشتې نیمايي کې د کرېکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) د افغانستان کرېکټ غوره لیګ په رسمیت وپېژاند.
تر دې مخکې په افغانستان کې د کرېکټ کورنۍ سیالۍ د "شپږېزې" تورنامنټ په نامه ترسره کېدلې، خو دا سیالۍ د "ای سي سي" لخوا په رسمیت نه وې پېژندل شوې.
د ای سي سي لخوا په رسمیت پېژندل کېدو وروسته د نورو هېوادونو لوبغاړي کولی شي د خپل کرېکټ بورډ په خوښه د افغانستان غوره لیګ سیالیو کې ګډون وکړي او د کرېکټ نړیواله شورا به د افغانستان غوره لیګ سیالیو کې د لوبڅارانو ګومارنې او نورو اړونده برخو کې مرسته کوي.
د افغانستان غوره لیګ لوبې به د روان زېږدیز کال د اکتوبر پر پنځمه پیل او د همدې میاشتې پر ۲۱ مه پای ته ورسېږي.