د ای ایس ای مشرتابه کې بدلون، خو 'پالیسۍ نه بدلېږي'

ډګر جنرال عاصم منیر د انځور حقوق ISPR
Image caption ډګر جنرال عاصم منیر ته پوځ کې د سخت ډسپلین خوښونکي افسر په نظر کتل کېږي

د پاکستاني پوځ عامه اړیکو څانګه (ای اېس پي ار) وايي، ډګر جنرال عاصم منیر د دغه هېواد دپوځي څارګرې ادارې ای اېس ای نوی مشر ټاکل شوی دی. نوموړی د ډګر جنرال نوید مختار پر ځای د ای اېس ای نوی مشر ګومارل شوی دی.

جنرال مختار۲۰۱۶ کال کې پر دغه دنده ګومارل شوی و.

جنرال منیر په سعودي عربستان کې هم د پاکستاني پوځ یوې برخې مشري کړې او د پاکستان وروستیو ټاکنو پر مهال یې د پاکستاني پوځي استخباراتو یوې بلې ادارې (ایم ای) مشري کوله.

نوموړي ته پاکستاني پوځ کې د یوه سخت ډسپلین خوښونکي افسر په نظر کتل کېږي.

د پاکستاني پوځي ماهرینو په آند نوموړي له دې مخکې هم د پوځي استخباراتو پر مهمو دندو فعالیت کړی او له همدې کبله به ای ایس ای کې د پاکستاني پوځ پالیسۍ او اقدامات نور پیاوړي شي.

جنرال نوید مختار د آی اېس آی نوی مشر ټاکل شوی

کابل ته د ای ایس ای مشر نوید مختار سفر

د پاکستان د دفاع پخوانی سکرتر ډګر جنرال اصف یاسین وايي، د ادارو مشرانو له بدلون سره د پوځ پالیسۍ کې بدلون نه راځي. نوموړي په کورني سیاست کې د ای ایس ای لاسوهنې په تړاو بي بي سي ته وویل:

''ټوله نړۍ کې دا معمول دی، چې سیاست کې لاسوهنه کېږي، خو ځینې هېوادونو کې لږ او په ځینې نورو کې بیا ډېره وي. خو د وخت له تېرېدو سره د ټولې نړۍ په څېر پاکستان کې هم د پوځ رول کې لږوالی راځي او لامل یې د ولسواکۍ پیاوړتیا ده ''.

د پاکستان پوځ کې معمولاً داسې فکر کېږي، چې د پوځ عملیاتي برخې او دغه راز د پوځي استخباراتو (ایم ای) مشران د پوځ مشرتابه ته تر ټولو نژدې کسان وي.

د انځور حقوق ISPR
Image caption جنرال عاصم د ډګر جنرال نوید مختار پر ځای د ای ایس ای مشر ټاکل شوی دی

پاکستان کې د قانون له مخې د ای ایس ای مشر د لومړي وزیر له لوري ټاکل کېږي او د شنونکو په وینا دې سره داسې فکر کېږي، چې لومړي وزیر عمران خان پوځي مشرانو ته له نژدې کسانو نه یو پر دغه دنده ګومارلی دی.

دغه راز ای ایس ای د ادارې په توګه هم د قانون له مخې لومړي وزیر او د پوځ مشر ته ځواب ورکونکې اداره ده.

عمران خان به د لومړي وزیر په توګه خپله دوره کې دوه ځله د پوځ لپاره نوي مشران وټاکي. د پاکستاني پوځ اوسنی مشر به ۲۰۱۹ کې تقاعد کېږي او د هغه پر ځای راغلی مشر به بیا ۲۰۲۲ کې خپله کاري موده بشپړه کړي.

اړونده مطالب