خاشقجي؛ امریکا او برتانیا ممکن ریاض غونډه کې ګډون ونه کړي

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټرمپ له دې مخکې له سعودي چارواکو سره ګرم اړیکي لرل او تېر ژمی د ولیعهد محمد بن سلمان کوربه و.

بي بي سي ته داسې رپوټونه رسېدلي چې برتانیا او امریکا د سعودي خبریال او د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې کالم لیکوال د ورکېدو په غبرګون کې د سعودي پلازمېنه ریاض کې نړیوالې اقتصادي ناستې ته پر نه ور تلو غور کوي.

تېرو ورځو کې ځینې لوېدیځو پانګوالو، شرکتونو او رسنیو وویل، چې "د پانګونې راتلونکی" کانفرنس کې ګډون نه کوي.

د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د دې غونډې نوښت کړی، چې د اکتوبر له ۲۳ تر ۲۵ ریاض کې جوړېږي.

د اوبر شرکت اجرايي مدیر دارا خسرو شاهي، د اې او اېل(AOL) شرکت بنسټګر سټیو کېس او د ویاکام شرکت اجرايي مدیر باب بکیش هغه کسان دي چې دغې ناستې ته نه ورځي.

نیویارک ټایمز او فاینېنشل ټایمز ورځپاڼو او د سي اېن اېن او سي اې بي سي په څېر تلوېزونونو هم له دغه کانفرنس سره شلون اعلان کړی.

* د افغان- شوروي جګړې خبریال جمال خاشقجي څومره پېژنئ؟

* ترکیه‌:‌ سعودی خبریال خاشقجي د سعودي کونسلګرۍ کې 'وژل شوی'

ډيپلوماټیکو سرچینو د بي بي سي خبریال جیمز لادیل ته ویلي، د امریکا د مالیې وزیر سټیو منچین او د برتانیا د نړیوال تجارت وزیر ویلیام فاکس ممکن د ریاض ناستې ته لاړ نه شي.

نوموړي غوښتل کونسلګرۍ له سعودۍ مېرمنې د طلاق نیمګړي کارونه او له ترک کوزدنې خدیجه چنګېز سره د واده اسناد بشپړ کړي.

په ورته مهال د متحده ایالتونو او اروپايي ټولنې ډيپلوماټان داسې ګډه بیانیه تیاروي چې د جمال خاشقجي د مرګ خبر تاییدېدلو سره به یې خپره کړي.

جمال خاشقجي- چې له سعودي تر کډه کېدو وروسته د دغه هېواد پر ولیعهد محمد بن سلمان سختې نیوکې کولې- د اکتوبر پر دویمه د ترکیې استانبول کې د دغه هېواد کونسلګرۍ ته تر ننوتلو وروسته ورک دی.

د ریاض چارواکي دا تور ردوي چې دوی د ښاغلي خاشقجي د وژلو امر کړی دی.

خو ترکیه وايي، داسې سندونه لري چې ښيي ښاغلی خاشقجي د سعودي کونسلګرۍ کې وژل شوی دی.

د ټرمپ ګواښ

د انځور حقوق TRT World
Image caption خاشقجي د اکتوبر پر ۲ د سعودي کونسلګرۍ ته تر ننوتلو وروسته ورک دی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شنبې په ورځ ګواښ وکړ، که د جمال خاشقجي په ممکنه وژنه کې د سعودي د حکومت لاس لرل روښان شي، دا هېواد به له سختې سزا سره مخ شي.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه، که د ترکیې استانبول کې د سعودي کونسلګرۍ کې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې کالم لیکوال او سعودی خبریال وژل شوی وي دی به "ډېر خپه او غوسه" شي.

په ورته مهال هغه دا هم وویل، چې واشنګټن پر ریاض د وسلو د پلورلو په برخه کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت تړونونه نه لغوه کوي.

* ټرمپ: د خاشقجي ورکېدو په اړه دې سعودي ځواب ووايي

* د خاشقجي دوسیه؛ م. م د خاشقجي په اړه حقیقت ډاګیزول غواړي

ترکیه کې یوې امنیتي سرچینې بي بي سي ته ویلي، د دغه هېواد حکومت داسې غږیز او انځوریز فایلونه لري چې په کونسلګرۍ کې د خاشقجي وژنه زبادوي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وايي، د سعودي حکومت په دې دوسیه کې همکاري نه کوي.

هغه له ریاض وغوښتل چې کونسلګرۍ ته د ترک چارواکو د ننوتلو اجازه ور کړي.

د خاشقجي ګړۍ او د ټلېفون ترمنځ تړاو

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د خاشقجي کوزدن وايي، یوولس ګړۍ له کونسلګرۍ بهر ولاړه وه، خو هغه را ونه ووت

ترکیه وايي، په کونسلګرۍ کې د جمال خاشقچي د وژنې کره سندونه لري.

که څه هم دوی دا ډاګیزه کړې نه ده چې څنګه اسناد لري، خو په دې تړاو ترکۍ ورځپاڼه حریت لیکي؛ په استانبول کې د سعودي عربستان په کونسلګرۍ کې د خاشقجي د وژلو په اړه د شته شواهدو په برخه کې د ترکي چارواکو تازه څرګندونې ښيي چې دوی دا شواهد د هغه اپل لاسي ساعت څخه تر لاسه کړي چې د خاشقجي په لاس و.

"په ورته وخت دا ساعت د هغه له بل اپل ټلیفون سره لینک یا تړاو درلود چې کونسلګرۍ ته له ننوتلو وړاندې خاشقجي خپلې کوژدنې خدیجې ته ورکړی و او هغه ورته د کونسلګرۍ د باندې ولاړه وه".

جمال خاشقجي څوک دی؟

Image caption جمال خاشقجي د افغان- شوروي جګړې په رپوټولو سره خبریالي پیل کړ.

سعودي چې تېر کال د خپلو نیوکګرو او خبریالانو ځپل پیل کړل نو جمال خاشقجي په خپله خوښه امریکا ته جلا وطن شو او هلته یې له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره کار پیل کړ.

هغه تېر کې د سعودي شاهي کورنۍ سلاکار و، خو کله چې ولیعهد محمد بن سلمان د ۲۰۳۰ لرلید په نوم سمون پیل کړ، نو ده یې پر پالیسۍ سختې نیوکې کولې.

د ۲۰۱۷ کال سپټمبر کې خاشقجي پر ټویټر لیکلي وو:

"کور او کورنۍ مې پرېښودل چې خپل غږ اوچت کړم،‌ که د دې خلاف کار مې کولی له هغو کسانو سره به مې خیانت کړی و چې د زندان تیارو کې پراته دي. زه هغه وخت غږېدی شم چې ډېر نور خوله هم نه شي پرانیستی".

خاشقجي پخوا د الوطن ورځپانې مدیر و، پر دې سربېره یې له بي بي سي سره د سعودي او منځني ختیځ په هکله پروګرامونو کې کار کړی دی.

ورته مطالب