د امتحان پر شپه حتماً خوب وکړئ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ازموینې پر شپه بې خوبي له ګټې ډېر تاوان لري

د برتانیا "رائل هالو وې" پوهنتون د روان پوهنې د استاد جیکی تمینن ډېر زده کوونکي د ازموینې شپه په لوست او ويښه تېروي.

دغه زده کوونکي فکر کوي چې په دې ډول به سبا ورځ په ازموینه کې ښه وځلېږي.

خو استاد جیکی تمینن وايي، د ازموینې پر شپه بې خوبي تر ګټې ډېر تاوان لري.

خوب د انسان پر حافظه اغیز لري، په ځانګړي ډول کله چې انسانان ژبه زده کوي.

همدارنګه په مغزو کې د علم یا مالوماتو ساتل هم خوب ته اړتیا لري.

پروفیسور تمینن پر دې موضوع یوه څېړنه هم پيل کړې.

خوب د انځور حقوق Getty Images
Image caption خوب د حافظې لپاره خوار ګټور دی

دی د خپلې څېړنې ګډونوالو ته نوي کلمات ورزده کوي او بیا ورته وايي چې ټوله شپه ويښه تېره کړي.

خو یو شمېر نورو ګډونوالو ته بیا د پوره خوب کولو سپارښتنه کوي.

له پایلو څرګنده شوه چې هغه ډله خلک چې خوب یې پوره و، ډېر کلمات یې په یاد پاتې وو، خو هغه چې ډله چې بې خوبي یې کړې وه، حافظه کې یې ډېر څه نه وو پاتې.

تمینن وايي، په ریښتیا سره خوب د زده کړې مرکز دی.

"که تاسو زده کړه هم نه کوئ خو کله چې تاسو ویده یاست نو ستاسو ذهن پرله پسې په زده کړه بوخت وي. دا داسې ده لکه ذهم مو چې ستاسو په ځای کار کوي. که چېرې تاسو ویده نه شئ نو هغه وخت مو چې په زده کړه تېر کړی هیڅ ګټه به ترې ونکړئ"

د خوب پر وخت مغزو کې څه تېریږي؟

په اصل کې خوب کې هغه څه بیا ځلې تکرارېږي چې د ورځې لخوا مو ورسره سرو کار وي.

د څېړنو پر بنسټ د مغزو هغه برخه چې له منطق او احساساتو سره تړلې، د خوب په وخت کې په بیلا بیل ډول کار کوي.

دلته د مغزود بیلابیلو برخو اړیکې یو بل سره ډېرې اړینې دي.

د ژور خوب پر مهال د مغزو هیپي کیمپس برخه چې د ژورې زده کړې دنده لري له نویو کوټیکس سره اړیکه نیسي او د اوږمهال لپاره د مالوماتو په یاد ساتلو کې مرسته کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ماشومانو لپاره د ورځې خوب هم ګټور دی

ماشومان د لویانو پر تله ژور خوب کوي له همدې کبله ماشومان ژبه او نور معلومات ژر زده کولی شي.

همدارنګه یو شمېر څېونکي وايی، ماشومان باید د ورځې لخوا ویده شي چې ماغزه یې هر څه ښه زده کړي.

د څېړونکو په خبره خوب ماغزه متحرکه کوي او مالومات په کې خوندي کوي او د اړتیا پر وخت بیا د همدې مالوماتو په کارولو کې هم ورسره مرسته کوي.

ورته مطالب