یوناما: د ولسمشرۍ ټاکنو نېټه دې اعلان شي

غني د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر غني په غیر مستقیمه توګه جوته کړې چې یو ځل بیا به نوماند وي

کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما د افغانستان د ټاکنو له کمیسیون نه غوښتي چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو مهالویش اعلان کړي.

په پام کې ده افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې د راتلونکي کال په پسرلي کې ترسره شي.

د ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت دوره په اتو میاشتو کې پای ته رسېږي.

د اساسي قانون له مخې باید د دې دورې تر ختمېدو وړاندې د دوو میاشتو په موده کې د ولسمشرۍ ټاکنې وشي.

د ټاکنو کمیسیون ویلي چې د ولسمشریزو ټاکنو پرمهالویش کار روان دی.

د دې کمیسیون یو کمېشنر حفیظ الله هاشمي وایي، د ولسمشرۍ ټاکنو نېټه به ژر اعلان شي.

"یوه کومیټه ورته موظفه شوې ده. دې کومیټې ابتدایي مسوده هم تیاره کړې ده. موږ به یې له احزابو، ناظرینو او د شکایتونو له کمیسیون سره شریکه کړو. بیا به رسماً په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې اعلان کړو".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کورنیو چارو پخواني وزیر عمز دوادزي هم د خپلې نوماندۍ اعلان کړی

ورته وخت کې په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د کاندیدانو پر سر د سیاسي ګوندونو او اشخاصو سلا مشورې دوام لري.

پخپله ولسمشر محمد اشرف غني هم په غیر مستقیم ډول جوته کړې چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به یو ځل بیا نوماند وي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د خپلې نوماندۍ خبره په بشپړه توګه نه ده رد کړې.

د کورنیو چارو پخواني وزیر عمر دوادزي وار د مخه اعلان کړی چې په راتلونکو ټاکنو کې به نوماند وي.

ویل کېږي چې نوموړي په دې تړاو له یو شمېر سیاسي ګوندونو او جهادي مشرانو سره خبرې پیل کړې دٍي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption عطا نور ویلي، یا به خپله نوماند وي او یا به د بل چا سره په یوه ټکټ ګډون کوي

له تېرو څو ورځو راهیسې پر خواله رسنیو د "لوی ملي ایتلاف" تر نامه لاندې د یوې ډلې عکسونه هم خپرېږي.

ویل کېږي چې یاده ډله هم راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د یو ګډ نوماند پر غوره کولو بحث کوي.

په دې ایتلاف کې د جمعیت اسلامي، جنبش اسلامي، وحدت اسلامي او یو شمېر نورو سیاسي ګوندونو مشران برخه لري.

د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیه رئیس او د بلخ پخواني والي عطا محمد نور ويلي، یا به راتلونکو ټاکنو کې خپله نوماند وي، او یا به هم د یو بل نوماند د مرستیال په توګه په دې ټاکنو کې ګډون کوي.

همدا رنګه په هند کې د افغانستان پخواني سفیر شیدا محمد ابدالي هم ویلي، د کندهار د مشرانو په مشوره به د خپلې نوماندۍ په اړه پرېکړه وکړي.

ورته مطالب