د استانبول نوی هوايي ډګر

د استانبول نوی هوايي ډګر پرون پرانيستل شو. د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوګان یې د پرانيستې مراسمو کې و، چې زرګونه وربلل شوو مېلمنو ته په کې د موسيقۍ ننداره وړاندې شوه. دغه هوايي ډګر به پای کې د دې توان ولري چې د کال ترې تر ۲۰۰ ميليونو پورې مساپر تګ راتګ وکړی شي. د استانبول هوايي ډګر پروژه چې تر ۲۰۲۸ کال پورې به بشپړېږي، ناندريزه هم وه.