افغان کډوال او د بوسنیا یخني

Image caption په دې کډوالو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې په ژمي کې ښايي په بوسنیا کې ایسار کډوال له یخنۍ ومري. دغه اداره پر ځايي چارواکو غږ کوي چې لا ډېر څه وکړي چې کډوالو ته سرپنا برابره کړي خو کډوال نه غواړي په بوسنیا کې پاتې شي. د بي بي سي پښتو خبریاله ثنا ساپۍ د دې کډوالو لیدو لپاره بوسنیا ته ورغلې وه، او د خپلو سترګو لیدلی حال یې لیکلی:

بوسنیا کې ایسار ۵۰۰۰ کډوال ټول غواړي ګاونډۍ کروېشیا ته واوړي او له هغه ځایه لوېدیځې اروپا ته ولاړ شي خو دا سفر بې خطره نه دی. خطر هغه مهال لا هم ډېرېږي چې د کروېشیا پولیس دغه کډوال ونیسي. موږ له بلکانه د تېرېدونکو کډوالو حال سپړلو ته ورغلي وو.

له بوسنیا سره د کروېشیا له پولې مو په موټر کې یو ساعت مزل وکړ او د بیهاج کلي ته ورسېدو. پر لار مو په مرمیو سوري سوري کورونه ولیدل. موټر چلوونکي مو ويل دا په ۱۹۹۰ کلونو کې د بوسنیا د جګړې د وخت دي.

بیهاج ته په رسېدو مو یوه لویه کلا ولیده. په مخ کې یې ډېرې ونې وې او داسې ایسید لکه ځنګل. رنګا رنګ خیمې په کې لګېدلې وې. موږ د یو ګونګوسي سپړلو پسې تللي وو.

ویل کېدل چې لوېديځې اروپا ته د رسېدو په تمه له بلکانه تېرېدونکي کډوال د پوليسو له لوري نيول کېږي او ډبول کېږي.

بوسنیا
Image caption ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې بوسنیا کې ایسار کډوال ښایي د ژمي له یخنۍ ومري

هلته مو یو افغان کډوال وموند. رومل سهاک د کابل دی. له نورو سلګونو ځوانو افغانو سړیو سره د بوسنیا په شمال ختیځ بیهاج سیمه کې اوسي. دی د دوی په وینا د "ګېم" یعنې له بوسنیا د کروېشیا هېواد ته په ناقانونه ډول د اوښتو کیسه کوي.

"له ملګرو سره د کورېشیا له پولې سلوانیا ته واوښتو او هلته مو څو ورځې پلی تګ وکړ خو پولیسو ونیولو او د کورېشیا پولیسو ته یې وسپارلوو."

رومل او ورته لسګونه کډوال چې د پاکستان، ایران، بنګله دېش، شمالي افریقا، عراق او سوریې دي له بوسنیا سره پر پوله د کورېشیا پر پوله ساتو ځواکونو تور لګوي چې دوی له پولې د اوښتو پر وخت ډېر بد وهي او ډبوي.

دی وايي:

"د هغوی مخونه پټ وو او په بند موټر کې یې واچولو. له موټره له کوزېدو سره سم یې زموږ په وهلو پیل وکړ. موبایلونه یې راته مات کړل، پیسې یې رانه واخیستې او حتی ډزې یې راباندې وکړې"

بوسنیا
Image caption ډېری کډوالې کورنۍ له خپلو ماشومانو سره دا ډول خیمو کې ژوند کوي

که کډوال په ګېم کې بریالي شي نو له کروشیا او سلوانیا په پښو ایټالیا یا اتریش ته ځان رسوي. د ټولو په نظر امنو او شتمنو هېوادونو ته رسېدو کې که بخت یاري ورسره و نه کړي نو بېرته بوسنیا ستنېږي.

هلته د وېلاکا کلادوشیا په نامه یوه شنه او لوند ډاګ او یا بیهاج کې یوې خیرنې، سړې او له بوی ډکې پخوانۍ لیلیې ته لېږل کېږي.

دې بهیر کې ډېر کسان لوټل کېږي، وهل ټکول کېږي او ځینو ته په مرګ تمامېږي.

د کورېشیا له پولې سره په شل کیلومترۍ کې د وېلاکا کلادوشیا کمپ دی. دلته مې له یوسف سره ولیدل. دی د مراکش دی. له پولې له ټپونو سره را شړل شوی و. خپله کیسه یې راته وکړه.

"زه وروستی کس وم چې و یې وهلم. پر ملا یې په ډنډو ووهلم. پر ځمکه یې چپه کړم. مخ مې هغه مهال ژوبل شو چې پولیسو پر ځمکه وغورځولم، ځکه ټپي یم. "

یوسف یوازې نه دی. موږ ته یوه باوري کس یوه ویډیو راکړه چې د شمالي افریقا یو سړی په کې ښکاري چې پر ملا یې د لښتو ګوزارونو چاپونه دي. دی وايي دا د کروېشیا پولیسو له لاسه دي.

ډېری ځوانان وهل کېږي خو د یوې ښځې عکسونه مې هم ولیدل چې پر مړوند یې یو لوی ګردی سور چاپ و. پر پښو یې هم شنې نښې وې.

بوسنیا
Image caption ډېری کډوال شکایت کوي چې د کروېشیا پر پوله یې پولیس وهي ټکوي

د بیهاج او وېلاکا کلادوشیا ترمنځ یو هوټل دی. سل کورنۍ په کې ساتل کېږي. سېډرا کمپ یې بولي او ملګري ملتونه یې چلوي.

په سېډرا کمپ کې له یوې ۱۲ کسیزې افغانې کورنۍ او نورو ښځو سره مخامخ شوم. راته وويل شول چې د کروېشیا پولیس له کډوالو کورنیو سره هغومره بد چلند نه کوي.

د سوریې د درعا له يوې ترکمنې کورنۍ سره مخامخ شوم. احمد او مېرمن یې ام ماجد څو ځله هڅه کړې ده چې له خپلو دوو بچیو سره له بوسنیا سره د کروېشیا له پولې واوړي. د دوی یو ماشوم د وروڼي دی. مور یې اوم ماجد ويل:

"موږ په ځنګله کې په اوونیو پلی تګ وکړ خو څو شېبو کې را وشړل شوو. له موږ سره یې ښه چلند وکړ خو زموږ نوره ډله یې ووهله. موبایلونه یې ورمات کړل. یوه ښځه یې راوسته او ټولې کورنۍ یې تلاشي کړې. که پیسې راسره وي هغه رانه اخلي، حتی که سل یورو هم وي. "

بوسنیا
Image caption ملګري ملتونه وايي له کډوالو سره د کروېشیا پولیسو د ظلم ادعاوې دې وڅېړل شي

د څېړنو غوښتنه:

ملګري ملتونه وايي له کډوالو سره د کروېشیا پولیسو د ظلم ادعاوې دې وڅېړل شي. داسې نه ښکاري د دغو ادعاوو څېړنه او سپيناوی دې اسانه کار وي. خو په بوسنیا کې د کډوالو لپاره د نړیوالې ادارې استازی پیټر ونډر اورټ راته وویل:

"زه فکر کوم د دې وخت را رسېدلی دی چې یوه خپلواکه پلټنه وشي چې وکتل شي د کورېشیا پر پوله څه پېښېږي. زه پوهېږم چې کډوال په خپلو کې هم جنګونه کوي. کله چې یو کډوال وايي د کورېشیا پولیسو وهلی دی، ډېر امکان لري چې خبره داسې نه وي او کوم بل کډوال وهلی وي خو داسې کافي کیسې شته چې ښيي یوه خپلواکه پلټنه باید وشي. "

د کروېشیا د کورنیو چارو وزارت بي بي سي ته په یوه خپرپاڼه کې ويلي چې دا ادعاوې په بشپړه توګه ردوي. خبر پاڼه وايي:

"موږ د پولیسو لخوا هېڅ ډول تاوتریخوالی او نه زغم نه منو. ملاتړ یې نه کوو. "

د بې پولو ډاکترانو ټولنه د بوسنیا په شمال کې د کډوالو لپاره یو ګرځنده کلینیک چلوي. جولین کوبېر یې د بشري مرستې افسر دی او راته ویل یې چې د کډوالو ډېر ټپونه یې لیدلي دي:

"تاوتریخوالی یوازی فیزیکي نه وي. روانې هم دی. د دې خلکو په سپکولو، ګواښولو - لکه له ښځو د هغو د پړونو په لرې کولو، د هغوی په تلاشۍ او نورو ورته کارونو هم دوی ځورېږي. "

Image caption د بي بي سي پښتو ثنا ساپۍ بوسنیا کې له ایسارو کډوالو سره د خبرو پر مهال

ډېری کډوال په دې وروستیو کې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته د رسېدو لپاره د بالکان دا لار کاروي. بوسنیا د ۲۰۱۸ کال له پیل راهیسې شاوخوا ۲۰۰۰۰ کډوال ثبت کړي دي. دا شمېر په ۲۰۱۷ کال کې له ۸۰۰ کم و.

د بالکان لار چې په ۲۰۱۵ کال کې پرې شاوخوا یو میلیون کډوال اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته رسېدلي وو، وروسته بنده شوه خو اوس په کې بوسنیا په نوي ډګر بدله شوې ده. لا هم ورته له منځني ختیځ، شمالي افریقا او منځنۍ اسیا خلک را روان دي.

د بوسنیا په شمال ختیځ کې ایسارو ځوانانو او کورنیو اروپا ته د رسېدو په دې سفر کې ډېر څه په خطر کې اچولي او اوس ورته ګرانه ده چې پر شا شي.

داسې نه ښکاري چې د وهلو ډبولو پېښې به د رومل سهاک په شان کډوالو لپاره خنډ شي. دی وايي په افغانستان کې ورته هېڅ نشته. کډوال نه په شا کېږي. دوی ټول غواړي تر هغه وړاندې چې سوړ ژمی پرې راشي، د کروشیا له پولې واوړي.

ورته مطالب