پاکستان د اسلام پېغمبر ته په سپکاوي تورنه اسیه بي بي له بند خوشې کړه

د انځور حقوق AFP
Image caption اسیه بي بي له ۲۰۰۹ کال راهیسې اسلام ته په سپکاوي تورنه وه.

د پاکستان د سترې محکمې له لوري بري شوې عیسوۍ اسیه بي بي له ملتان جېل خوشې شوه.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي، اسیه بي بي له خوشي کېدو وروسته د راولپنډۍ نور خان هوايي اډې له لارې د خپلې کورنۍ سره بهر ته لاړه.

پر دې او کورنۍ سربېره یې پاکستان کې د یوه اروپايي هېواد ډيپلوماټ هم الوتکه کې سپور شو.

* خادم حسین رضوي څوک دی او پاکستان کې څه روان دي؟

* اسیه بي بي څوک ده او څه تور پرې لګېدلی و؟

خو مالومه نه ده چې اسیه بي بي کوم هېواد ته لاړه.

خو د پاکستان د لومړي وزیر د رسنیو سلاکار افتخار دوراني له بي بي سي سره خبرو کې دا نه ده منلې چې اسیه بي بي له دغه هېواد وتلې.

له دې مخکې د اسیه بي بي وکیل سیف الملکو هم ویلي و چې نوموړې له ملتان بند خوشې شوې ده.

مظاهره چیانو ته خبرداری

د انځور حقوق EPA
Image caption د اسیه بي بي د بري کولو په غبرګون کې پاکستان کې څو ورځې مظاهرې روانې وې.

اسیه بي بي پر ۲۰۰۹ کال د اسلام پېغمبر ته په سپکاوي تورنه او ۲۰۱۰ کال کې په مرګ محکومه شوه، خو تېره میاشت د پاکستان سترې محکمې د دغه هېواد د عالي محکمې دا پرېکړه لغوه کړه.

په دې سره پاکستان کې څو ورځې مظاهرې روانې وې، خو وروسته د حکومت او مظاهره چیانو ترمنځ جوړ جاړی وشو.

* د اسیه بي بي د سزا لغوه کولو سره پاکستان کې مظاهرې

* عمران خان لاریونوالو ته: له دولت سره ډغرې مه وهئ

له بلې خوا د اسیه بي بي د خوشي کېدو په هکله تحریک لبیک غبرګون کې ویلي چې د هغې خوشي کېدلو سره حکومت له دوی سره د خپل تړون خلاف ورزي وکړه.

په بیان کې زیاته شوې چې د اسیه بي بي د خوشي کېدو له خبر وروسته ټول پاکستان کې خلک غوسه دي.

د پنجاب حکومت وايي، که د تحریک لبیک ډله د مظاهرو لپاره بیا ووځي، مشران به یې په کور نظر بند کړي.

د اروپايي ټولنې هرکلی

د اروپايي پارلمان مشر انټونیو تجاني په ټوېټ کې ویلي چې اسیه بي بي تر خوشي کېدو وروسته خوندي ځای ته لېږدول شوې ده.

"زه د پاکستاني چارواکو مننه کووم، زه له هغې او کورنۍ سره یې ډېر ژر اروپايي پارلمان کې لیدلو ته سترګې په لار یم".

ورته مطالب