امریکا کې پر شرابخونه برید کې ۱۲ کسان وژل شوي

  • 8 نومبر 2018 - 17 لړم 1397
پولیس د انځور حقوق EPA
Image caption برید د تاوزنډ اوکس په نامه سیمه کې شوی

د امریکا په کالېفورنیا کې یوه وسله وال کس پر یوه رستورانت او شراب خونه برید کړی، او د یوه پولیس افسر په ګډون ۱۲ تنه یې وژلي دي.

د امریکایي چارواکو په وینا، بریدګر ډېوډ لانګ نومېږي او د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی افسر و. داسې ښکاري چې نوموړي تر برید وروسته ځان هم وژلی.

د چارواکو په خبره نوموړی له څه مودې راهیسې په رواني ناروغۍ هم اخته و.

رپوټونه وايي، چې ډزې د چارشنبې په ځايي وخت ماخستن یوولس بجې او شل دقیقې د کلیفورنیا د تاوزنډ اوکس په رستورانت شرابخونه پیل شوې.

دا سیمه له لاس انجلسه د شمال لوېدیځ په ۶۵کیلومترۍ کې پرته ده.

په برید کې شاوخوا لس دولس تنه ټپي شوي هم دي.

چارواکي وايي، مشکوک برید ګر په شرابخونه کې د ننه وژل شوی دی خو لا یې هم هویت نه دی مالوم.

چارواکو څه نه ویلي چې د برید ګر انګېزه څه وه.

د رپوټونو له مخې په شرابخونه کې شاوخوا ۲۰۰ تنه وو چې د موسیقۍ لپاره ورغلي وو.

د انځور حقوق EPA
Image caption په برید کې لږ تر لږ ۱۲ کسان وژل شوي او په همدې شمېر نور ټپیان دي

د پولیسو یو چارواکی اېرېک بوشو وایي، په ډزو کې د دوی یو همکار هم وژل شوی دی.

وژل شوی پولیس افسر ۲۹کلن رون هېلوس دی چې یو ماشوم لري. پر ده څو ډزې شوي او په ځايي روغتون کې یې ساه ورکړه.

مشکوک برید ګر لسګونه ډزې کړې دي او د پولیسو په باور خپله مېرمن ېې هم وژلې ده.

په شرابخونه کې د ننه خلکو د ځان ژغورنې لپاره کړکۍ ماتولې او نور یې د ننه په تشنابونو کې پټېدل.

رپوټونه وايي، ښايي مشکوک برید ګر لوګجن لاسي بمونه کارولي وي او لږ تر لږه یوه وسله ورسره وه.

عیني شاهدان وايي، د برید پر مهال نیمه اتومات وسله کارېدلې ده.

په برید کې یوه ټپي شوي کس ځايي تلویزیون ته ویلي، ډزې اور لوبې ته ورته وې.

هغه زیاتوي، چیغې یې واورېدې او ځان یې په ځمکه وغورځاوه، ځکه زیاته ګډوډي او وارخطایي وه.

بل عیني شاهد ټېلر وېټلر وایي، په شرابخونه کې د ننه ډېر بد حالت و او خلکو منډې وهلې.

هغه وايي د نڅا خونه کې و چې ډزې یې واورېدې، ناڅاپې چیغې پيل شوې او هر چا هرلور منډې وهلې.

یوه بله عینې شاهده وایي، د خلکو په ګڼه ګوڼه کې چې هر لورته یې منډې وهلې بنده پاتې شوه. وروسته ځینې کسان راغلل او هغه یې را وایستله.

ورته مطالب