حکمتیار: سیاسي ګوندونه د ولسمشرۍ ټاکنو ته په یوه نوماند سلا شوي

حکمتیار د انځور حقوق Getty Images
Image caption ګلبدین حکمتیار وایي، موقت حکومت نه مني او باید د ولسمشرۍ ټاکنې وشي

د افغانستان اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار ادعا کړې چې له اسلامي جمعیت ګوند پرته د افغانستان نور اغیز لرونکي سیاسي کوندونه پر دې سره سلا شوي چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته به یو نوماند معرفي کوي.

ښاغلي حکمتیار په کابل کې په خپل کور د ولسي جرګې یو شمېر نوماندانو سره خبرو کې وویل، د ګوندونو ترمنځ دا همغږي د لوی ملي ایتلاف په چوکاټ کې رامنځته شوې.

خو تر دې دمه یوازې د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق له حزب اسلامي سره په یوه نوماند هوکړه تائید کړه.

د افغان ملت ګوند غړو په دې اړه له نظر ورکولو ډډه وکړه او جنرال دوستم ته نژدې کسان وايي، چې له حزب اسلامي سره په دې اړه هېڅ کومه هوکړه نه ده شوې.

د ښاغلي حکمتیار په وینا، ولسمشریزې ټاکنې د افغانستان د کړکیچ د حل لپاره یوازنۍ حل لاره ده.

نوموړي همدا رنګه زیاته کړه، لنډ مهاله حکومت او یا د بن دویمه جلسه دوی ته د منلو نه ده.

غیر رسمي کمپاین پيل:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر غني اعلان کړی چې راتلونکو ټاکنو کې به بیا نوماند وي

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو په تړاو وار د مخه غیر رسمي هلې ځلې پيل شوې دي، او ولسمشر محمد اشرف د خپلې بیا ځلي نوماندۍ اعلان هم کړی.

نژدې پنځه میاشتې وړاندې د افغانستان یو شمېر پېژندل شویو سیاسي ګوندونو د "لوی ملي ائتلاف" په نامه یوه ټلوواله جوړه کړه.

داسې فکر کېږي چې دا ائتلاف به راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې اغیزمن رول ولري.

د افغان ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم، د اسلامي جمعیت ګوند اجرائیه مشر عطا محمد نور، د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د دې ائتلاف مهمې څېرې دي.

د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته نژدې څلور میاشتې پاتې دي، او اټکل کېږي چې د راتلونکي کال په اپرېل میاشت کط به ترسره شي.

تر دې دمه ولسمشر محمد اشرف غني او د کورنیو چارو مخکینی وزیر عمر داودزي ويلي چې را تلونکو ټاکنو ته ځانونه نوماندوي.

خو د ملي وحدت حکومت اجرائیه مشر عبدالله عبدالله، د ملی امنیت پخوانی سلاکار حنیف اتمر او په هند کې د افغانستان پخوانی سفیر شیدا محمد ابدالي نومونه هم دې لړ کې یادېږي، او ښایي دوی کې هم ځینې په دې ټاکنو کې نوماندان وي.

ورته مطالب