معصوم ستانکزی: که پر زورواکو قانون نه پلی کېږي نو دنده پرېږدم

ستانکزی د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاعلي ستانکزی د سه شنبې پر ورځ مشرانو جرګې ته ور بلل شوی و

د افغانستان د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزي د سه شنبې پر ورځ مشرانو جرګې ته ویلي، که په هېواد کې د زورواکو پر وړاندې قانون نه پلی کېږي نو دی نور حاضر نه دی چې پر خپله څوکۍ پاتې شي. نوموړي له ولسمشر محمد اشرف غني غوښتنه وکړه چې د سیمه ییز قومندان عبدالغني علي پور قضیې د ارزولو او څیړنې لپاره دې د ولسي جرګې ،امنیتي ادارو او قضایي بنسټونو نه یو ګډ پلاوی وګوماري .

ښاغلی علي پور چې د ناقانونه کړنو او له خلکو د باج اخیستلو په تور ملي امنیت نیولی و د پلویانو د لاریون په پایله کې یې تیر شپه په ضمانت راخوشې شو.

د ملي امینت مشر چې د امنیتي وضیعت په تړاو ځواب ویلو لپاره مشرانو جرګې وروبللی و په غونډه کې وویل په هغه صورت کې که قانون نه پلی کیږي نو دی حاضر نه دی نور په دې څوکۍ خپلې دندې ته دوام ورکړي .

نوموړي وویل: "د قضایي او عدلیي اړخ سربیره باید دې قضیې ټولنیز اړخ هم وڅیړل شي. که چیرته قانون په سمه توګه نه پلي کیږي او موږ بیا هم دنده کوو نو دا د ځان د بې عزتۍ په مانا ده نو زه چمتو نه یم په داسې یو حالت کې چې عدالت نه پلی کیږي کار وکړم"

د انځور حقوق Social Media
Image caption د سه شنبې پر ورځ علي پور په یوه خپره شوې ویدیو کې خپل ژمنلیک ولوست

ښاغلی ستانکزی وایي، عليپور عامو خلکو ته په یوه وينا کې د قانون حاکمیت نقض کړی دی او محکمه به يې په اړه پرېکړه کوي.

دغې غونډې ته چې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک هم راغوښتل شوی و په خپلو خبرو کې یې وویل هغه کسان چې په بامیانو کې د عبدالغني علی پور په ملاتړ راپورته شوي وو خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي نو له همدې امله به ورسره قانوني چلند کیږي .

نوموړي وویل پس له دې هیڅ داسې لاریون ته اجازه نه ورکوي چې پرته د پولیسو له همغږۍ ترسره کیږي .

بل لور ته نن پر خواله رسنیو د قومندان علي پور یوه ویدیو او د اتو مادو یو ژمنلیک خپور شوی دی.

په دې ژمنلیک کې راغلي چې علي پور د مشرانو په ضمانت خوشې شوی دی.

قومندان علي پور په خپل ژمنلیک کې ویلي، چمتو دی هغه ټولې وسلې تجهیزات او نظامي توکي چې ورسره دي دولت سره راجسټر کړي او یا یې دولت ته وسپاري.

د انځور حقوق SOCIAL MEDIA/ VIDEO PICTURE
Image caption علي پور د خلکو په یرغملولو او د مساپرو په ځورولو تورن دی.

دغه ژمن لیک د علي پور له خولې راغلي: " حاضر یم تر هغې چې زما په تړاو ټوله قضیه بشپړه شي همدلته په کابل کې پاتې شم او امنیتي ادارو ته د ځواب ویلو لپاره ورشم که زما په تړاو خلک کوم شکایت لري چمتو یم چې عدلي او قضایي بنسټونو ته ځواب ووایم"

امنیتي چارواکو په تیره د امنیت مشر وویل د هغو کسانو نوملړ د کورنیو چارو وزارت ته رسېدلی او جلب ورلېږل شوی چې د ښاغلي عليپور په ملاتړ د لاريونونو پر مهال يې بلوا کوله او نور يې تاوتريخوالي ته هڅول.

تیره شپه کله چې عبدالغني علي پور آزاد شو پلویانو یې د خوښۍ په ډزو پیل وکړ او ډیر شمیر کابل ښاریان یې په اندیښنه کړي وو .

ورته مطالب