د پوتین په نامه جعلي ټوېټر پاڼه بنده شوه

پوتین ټویټر د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا پاڼه په انګلیسي ژبې جوړه شوې وه او ادعا یې کوله چې په ولسمشر پوتین پورې اړه لري.

د خواله رسنیو شبکې ټوېټر هغه جعلي پاڼه لرې کړې چې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین په نامه جوړه شوې وه.

دا پاڼه په انګلیسي ژبې جوړه شوې وه او ادعا یې کوله چې په ولسمشر پوتین پورې اړه لري.

ویل کېږي دغه پاڼه ۲۰۱۲ کال کې ثبت شوې وه او د ولسمشر پوتین اړوند رسمي خبري لینکونه یې خپرول. دغې پاڼې نژدې یو میلیون فالوورز یا هغه کسان موندلي وو، چې معمولاً یې دغه پاڼه لیدله.

د پاڼې ډېری کتونوکو ګومان کاوه چې پاڼه اصلي ده او پکې د ښاغلي پوتین اړوند داسې خبري مطالب هم خپرېدل چې بي بي سي او نورو رسنیو خپرول.

د ټکټ پلورلو لپاره د روسي پولیسو نڅا

نبوي جومات کې د اسرائیلي عکس پر ټویټر غوسه راپارولې

ټویټر وايي د روسي چارواکو له لوري له مشورې تر لاسه کولو وروسته یې دا پاڼه تړلې

هغه ټویټر اکاونټونه چې د نورو کسانو جعلي تمثیل کوي، ښايي په مستقله توګه وتړل شي.

کریملین پر ټوېټر رسمي پاڼه لري او تر اوسه معلومه نه ده چې د دې جعلي پاڼې تر شا څوک و.

دا لومړی ځل نه دی چې ټویټر کاروونکو سره د جعلی پاڼو پر بنسټ غولول کېږي، بلکې د سږ کال لومړیو کې د امریکايي پانګوال وارن بفېټ په نامه یوه جعلي حساب د ځوانانو لپاره د یوې هڅونکې مشورې وروسته دوه میلیونه لایکونه تر لاسه کړي وو.

پر خواله رسنیو جعلي یا د نورو کسانو په نامه پاڼې جوړول عامه خبره ده.

په افغانستان کې هم ډېر ځله په دې اړه شکایتونه شوي. تر څه مودې وړاندې د بي بي سي پښتو په نامه هم څه جعلي فېسبوک پاڼې جوړې شوې وې.

خو پر ټوېټر او فېسبوک ټولې رسمي پاڼې اسماني رنګه نښان لري او همدا یې د اصلیتوب ضمانت هم کوي.