له طالبانو د چین غوښتنه

له طالبانو د چین غوښتنه

چین له طالبانو غوښتنه کړې چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کښیني. د چین بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د افغانستان، پاکستان او چین تر منځ دري اړخیزي ناسته کې وویل هېواد یې چمتو دی په افغان سوله کې هلې ځلې ډېرې کړي. دې ناسته کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کاوه چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ دې د بې باورۍ فضا پای ته ورسېږي. وړاندې د پاکستان لومړي وزیر ویلي و ژر به طالبان د اسلام اباد په کوربه توب له امریکا سره خبرو ته کېنوي.خو افغان لوری له پاکستانه د سولې په بهیر کې د رېښتونو ګامونه غوښتنه کوي.

اریا احمدزۍ له کابله نور حال راکوي.