د افغان شاهي کورنۍ تاریخي موټر ملي موزیم ته وسپارل شو

شاهي موټر د انځور حقوق CEO FACEBOOK
Image caption دا موټر کابو ۷۰ کاله وړاندې په برتانیا کې جوړ شوی دی

د افغانستان د پخوانۍ شاهي کورنۍ اړوند یو شخصي موټر کابو ۷۰ کاله وروسته د افغانستان ملي موزیم ته وسپارل شو. دغه موټر "اسټن پرنسز" نومېږي چې د اسټن په نوم برتانوي شرکت جوړ کړی او ماډل یې A 135 دی.

د افغانستان ملي موزیم چارواکي وايي، دا لا مالومه نه ده چې دا موټر د شاهۍ کورنۍ د کوم غړي و، خو دوی به په دې اړه وروسته څېړنې کوي.

ملي موزیم ته د دغه موټر سپارلو په مراسمو کې د افغانستان اجرائیه مشر عبدالله عبدالله وویل، دا ګاډی د کورنۍ جګړې پر مهال د جمعیت اسلامي ګوند یوه قومندان له قاچاق وړونکي څخه نیولی و.

دا شخصي موټر دوه سیټه دی، تور رنګ او څلور دروازې لري او په پطرولو چلېږي.

د انځور حقوق CEO FACEBOOK
Image caption اجرائیه مشر ډاکټر عبدالله وایي، دا موټر یوه جهادي قومندان له قاچاقبرو را ستون کړی و

په برتانیا کې دغه جوړ شوی موټر اوس د افغانستان او ګاونډو هیوادونو پر سړکونو نه لیدل کېږي.

خو د برتانیا په ګډون په ځینو هېوادونو کې یې د پخوانیو موټرو شوقیان اوس هم ساتي او چلوي یې.

د افغانستان ملي موزیم مشر فهیم رحیمي وايي، دا ګاډی په برتانیا کې د ۱۹۴۷- ۱۹۵۸ میلادي کلونو تر منځ جوړ شوی دی.

د افغانستان اجرائیه مشر ډ‌اکتر عبدالله عبدالله وايي، دغه موټر د کورنیو جګړو پر مهال د کابل څرخي پل په سیمه کې هغه مهال نیول شوی و چې د دوو کسانو له خوا بهر ته قاچاق کيده.

د انځور حقوق CEO FACEBOOK
Image caption د افغانستان د کلتور وزار له خلکو غوښتي چې لرغونې شتمنۍ ملي موزیم ته وسپاري

د افغانستان اسلامي جمعیت ګوند قومندان سید محمد خان، چې د پخوانۍ شاهي کورنۍ اړوند دا شخصي موټر یې له قاچاق کوونکو څخه نیولی و، وايي کابل ته په ۱۳۷۵ کال کې د طالبانو له راتګ مخکې یې پنجشېر ته د خوندیتوب په موخه وړی و.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال وزیر محمد رسول باوري له ټولو هغو کسانو، چې د افغانستان لرغوني اثار له ځان سره ساتي، وغوښتل چې دا ملي شتمنۍ د افغانستان ملي موزیم ته وسپاري.

د کابل ملي میوزیم د افغانستان د بیا خپلواکۍ اخیستونکي شاه امان الله خان د واکمنۍ پر مهال جوړشوی دی او د۱۹۲۴ میلادي کال د اکتوبر په ۱۶مه نېټه په رسمي توګه پرانیستل شو.

ورته مطالب