افغان ولسمشر اسدالله خالد او امرالله صالح د دفاع او کورنیو چارو چارسمبالي وزیران ټاکلي

وزیران د انځور حقوق Getty Images
Image caption د دفاع سرپرست وزیر په توګه د اسدالله خالد او د کورنیو چارو د سرپرست وزیر په توګه د امرالله صالح د ټاکل کېدو فرمانونه نن یکشنبه د ډسمبر ۲۳ (د مرغومي ۲مه) رسنیو ته لېږل شوې دي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو لپاره دوه نوي سرپرست وزیران ګمارلي.

د دفاع سرپرست وزیر په توګه د اسدالله خالد او د کورنیو چارو د سرپرست وزیر په توګه د امرالله صالح د ټاکل کېدو فرمانونه نن یکشنبه د ډسمبر ۲۳ (د مرغومي ۲مه) رسنیو ته لېږل شوې دي.

رسنیو ته له ولسمشرۍ ماڼۍ د استول شويو حکمونو ترڅنګ ولسي جرګې ته د دوی د ورپېژندلو حکمونه هم راغلي.

ترهغه چې نوي وزیران د افغانستان له ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کوي، دوی به د سرپرست وزیرانو په توګه دنده پر مخ یوسي.

له دې وړاندې د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي او د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وو.

اسدالله خالد له دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت د رییس په توګه دنده ترسره کړې. نوموړی د ۲۰۱۲ کال د ډسمبر میاشتې پر شپږمه په کابل کې یوه ځانمرګي برید ټپي کړ.

افغان چارواکو هغه مهال ویل، برید کوونکی د سولې د استازي په نامه د ملي امنیت یوه مېلمستون ته ورغلی و.

اسدالله خالد تر ټپي کېدا وروسته بګرام او بیا د امریکا متحدو ایالتونو ته د درملنې لپاره واستول شو.

امرالله صالح تر دې وړاندې په امنیتي سکتور کې د افغانستان د دولت وزیر و چې بیا یې وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ۲۰۱۰ کال جون میاشت کې د ملي امنیت ادارې د رییس په توګه د امرالله صالح استعفا منلې وه.

امرالله صالح ۱۳۸۹ کال کې له استعفا وروسته د 'زرغون بهیر ' په نوم یو سياسي خوځښت جوړ کړ.

اړونده مطالب

ورته مطالب