عمر داودزی: افغانستان په اړه د پاکستان دریځ بدل شوی

داودزی
Image caption عمر داودزی فکر کوي د افغانستان په اړه د پاکستان دریځ بدل شوی دی

د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشاء مشر او د سولې په چارو کې د افغانستان ولسمشر سلاکار عمر داودزی وایي، د ده په اند د افغانستان په اړه د پاکستان په دریځ کې اوس بدلون راغلی دی. نوموړي دا څرګندونې پاکستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې کړې دي.

ښاغلي داودزي له بي بي سي پښتو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، نه غواړي چې د تېر په اړه خبرې وکړي، خو په دې وروستیو کې داسې نښې نښانې شته چې ښیي پاکستان د افغان سولې په برخه کې مثبت رول لوبوي.

د هغه په وینا، په پاکستان کې حکومت، پوځ او استخباراتي ادارې اوس په افغانستان کې د سولې په اړه ټول په یوه خوله دي، او په داسې شرایطو کې له پاکستان سره پر مسلو خبرې کول اسان دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption عمر داودزي بي بي سي ته ویلي، له طالبانو سره تر خبرو وړاندې امریکا له افغان حکومته اجازه اخیستې وه

د هغو رپوټونو په اړه چې ګواکې طالبانو نن چارشنبه په دوحه کې له امریکایانو سره خپله ناسته ځنډولې ده، ښاغلي داودزي وویل، اصلاً کومه غونډه په پلان کې نه وه.

د ده په وینا، نه افغان حکومت او نه هم امریکایان د دوحې پر غونډه خبر وو، او طالبانو له ځانه رسنیو ته د دې ناستې د خنډېدو خبره کړې ده.

له بي بي سي سره خبرو کې عمر داودزي وویل، امریکایي حکومت ان یو کال وړاندې له طالبانو سره تر مخامخ خبرو وړاندې له افغان حکومت په دې اړه اجازه اخیستې وه او ان د افغان سیاست والو نظر یې هم اورېدلی و.

د ښاغلي داودزي په وینا، طالبان به اخر هم له افغان حکومت سره مخامخ د سولې خبرو ته کېني.

عمر داودزي پرون سه شنبه د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره وکتل، او ټاکل شوې ده چې له لومړي وزیر عمران خان او د پاکستان د پوځ له مشر سره به هم لیدنه کوي.

ورته مطالب