"طالبان او امریکایان راتلونکې اونۍ دوحه کې خبرې کوي"

طالبان د انځور حقوق Getty Images
Image caption طالب سرچینه وایي، سعودي نه غوښتل چې قطر کې د سولې خبرې وشي

د افغان طالبانو یوې باوري سرچینې بي بي سي ته ویلي، د دوی او امریکایي چارواکو ترمنځ راتلونکې مخامخ خبرې به د جنورۍ پر پنځلسمه نېټه په دوحه کې وشي. ټاکل شوې وه چې نن او سبا د قطر پلازمېنې دوحه کې د طالب او امریکایي استازو ترمنځ لیده کاته وشي، خو دغه غونډه ونه شوه.

طالب سرچینه د غونډې د ځنډیدو لامل دا ښيي چې ګواکې سعودي او پاکستان نه غواړي طالبان دې د خبرو بل پړاو په قطر کې ترسره کړي.

په همدې حال کې افغان حکومت وایي، د پخوا پر تله پر طالبانو څو برابره فشار زیات شوی چې د امریکایانو پر ځای له افغان حکومت سره مخامخ د سولې خبرې وکړي.

له دې وړاندې د طالبانو سرچینو رویټرز ته ویلي و چې د قطر د غونډې د اجنډا په اړه یې له امریکایي لوري سره مخالفت رامنځ ته شوی، او له همدې کبله د قطر غونډه د جنورۍ له نهمې نېټې وځنډول شوه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټاکلې وه د جنورۍ په ۹ او ۱۰ هم طالبان قطر کې سره وویني، خو دا خبرې وځنډېږي.

طالبانو تر دې دمه له امریکایانو سره د جنورۍ پر پنځلسمه نېټه خپله ناسته رسماً نه ده تائيد کړې.

په ظاهره داسې بریښي چې د سولې په خبرو کې د افغان حکومت ښکېلول هم د طالبانو او امریکایانو د اختلاف یو لامل دی.

د افغان حکومت یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، د پخوا پر تله پر طالبانو د امریکا او نورو هېوادونو فشارونه څو برابره زیات شوي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي.

دغه سرچینه وایي، ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیزاده په زغرده غوښتي چې دوی د سولې په روانو هڅو ورګډ کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کابل کې د امریکا سفیر جان باس وایي، طالبان دې د رسنیو پر ځای افغان حکومت سره خبرې وکړي

په کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم ورته غوښتنه کړې ده.

نوموړي په یوه ټویټ کې لیکلي:

"د قطر د چهارشنبې ورځې غونډه سمه نه ده. طالبان د دې پر ځای چې له رسنیو سره خبرې کوي، باید له خپلو هېوادوالو سره خبرې وکړي".

پر امریکا سربېره پاکستان، سعودي، متحده عربي امارات او ایران هم هڅه کوي چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته چمتو کړي.

طالبانو بیا تراوسه له افغان حکومت سره هر ډول لیده کاته رد کړي دي.

په همدې حال کې دافغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سیمې هېوادونو او افغانستان ته یو ځل بیا سفرونه پيل کړي دي.

ښاغلي خلیلزاد ویلي چې په دې سفر کې به هند، چین، پاکستان او افغانستان ته ولاړ شي.

ورته مطالب