ایا پاکستانۍ ډرامې رښتیا غیر اخلاقي شوې دي؟

  • 13 جنوري 2019 - 23 مرغومی 1397
ډرامه د انځور حقوق ARY
Image caption ځینې کسان وایي، د پېمرا اداره اصلاً د ښځې له وجود سره ستونزه لري

په پاکستان کې پر برېښنایي رسنیو د څار ادارې "پېمرا" څه موده وړاندې په یوه خبرپاڼه کې د دې هېواد ټولو تلویزیونونو ته خبرداری ورکړی چې غیر اخلاقي او فحش ډرامې او خپرونې دې ژر تر ژره بندې کړي. خو ځینې کسان نیوکه کوي چې سیاست وال او ادارې باید ټولنیز ارزښتونه ونه ټاکي.

د پېمرا په اعلامیه کې راغلي، د پاکستان په ځینو کانالونو کې داسې ډرامې عامې شوي چې غیر اخلاقي صحنې او نامناسب کالي پکې ښودل کېږي.

یاده اداره وایي، دا ډول صحنې او حرکتونه د لیدونکو د ذهني نارامۍ لامل ګرځي، او ښځې پکې په "نا مناسب انداز" ښودل کېږي.

پېمرا ټولو تلویزیونونو ته سپارښتنه کړې چې په خپلو خپرونو کې دې د پاکستان رښتیني کلتور او اسلامي ارزښتونو ته وده ورکړي.

له دې اعلان سره اوس دې هېواد کې پوښتنه را پورته شوې چې ایا پاکستانۍ ډرامې په رښتیا هم فحشا خپروي.

د انځور حقوق ARY
Image caption پاکستان کې په دې وروستیو کې د طلاق او جنسي زور زیاتي پر موضوعاتو ډېرې ډرامې جوړې شوې دي

د پاکستان پېژندل شوي لیکوال خلیل الرحمن قمر په دې اړه بي بي سي ته وویل، هېڅوک دا حق نه لري چې لیکوال یا د ډرامې جوړوونکي ته ووایي چې څه ډول ډرامه چمتو کړي.

ښاغلی قمر وایي، د هېواد د پرمختګ لپاره اړینه ده چې لیکوال او ډرامه جوړوونکی خپلواکه وي او له خپل طبیعت سره سم دې تولید وکړي.

نوموړي د پېمرا د خبرپاڼې په غبرګون کې وویل:

"پر پاکستاني تلویزیون هېڅوک هم بربنډ نه دي را ښکاره شوي. ډرامو کې هماغه کالي ښودل کېږي چې خلک یې په عام ژوند کې اغوندي".

یو بل پاکستاني لیکوال او شنونکي محمد حنیف په دې اړه ویلي، ستونزه په ډرامه کې نه ده، بلکې د ښځې په وجود کې ده. نوموړی وایي:

"پېمرا ته ډرامه غیر اخلاقي نه ښکاري، بلکې د ښځې وجود ورته غیر اخلاقي ښکاري. د دوی ستونزه له ډرامې سره نه، بلکې له ښځو سره ده".

محمد حنیف په دې باور دی چې د پېمرا لپاره اصلاً ښځه یو ډول فحش شی دی او دوی پر ښځو بندیز لګول غواړي.

Image caption پېمرا اداره وایي، په ډرامو کې باید د پاکستاني ټولنې او اسلامي ارزښتونو ته پام وشي

یو بل شنونکی او کره کتونکی حسن زیدي وایي، د پېمرا له خبرپاڼې داسې ښکاري چې دوی د جنرال ضیاالحق د واکمنۍ د ورځو اصول پلي کول غواړي.

په هغو ورځو کې د پاکستان پر تلویزیون اجازه نه وه چې ښځه دې لوڅ سر را ښکاره شي.

په دې ټوله ناندرۍ کې د پاکستاني ولس نظر او غبرګون هم مهم دی. په تېرو څلورو کلونو کې پاکستان کې ډېرې داسې ډرامې جوړې شوي چې پکې د طلاق، حلاله، جنسي مسایل او پر ماشومانو د جنسي تېري موضوعات را پورته شوي.

د انځور حقوق HUM TV
Image caption پاکستان کې د ټولنیزو ستونزو په اړه ډرامې ډېر مینه وال لري

که څه هم د پېمرا ادارې پر ځینو دې ډرامو بندیزونه ولګول، خو په عام ولس کې دا ډرامې خورا مشهورې شوې او خلکو یې تود هرکلی وکړ.

په ورته وخت کې ځینې لیکوالان او شنونکي وایي، له پېمرا ادارې سره داسې کارپوهان او وړ خلک نشته چې د ډرامې څرنګوالی دې و ارزوي، یا دې تګلاره ورته غوره کړي.

دوی وایي، دا کار دې هغو کسانو ته پرېښودل شي چې دې برخه کې زده کړې، تجربه او مهارتونه لري.

ځینې نور بیا دا پوښتنه هم کوي چې د پاکستاني ټولنې ارزښتونه اصلاً څه دي، او سیاست والو او د پېمرا ادارې ته دا حق چا ورکړی چې اصول او ارزښتونه دې وټاکي.

ورته مطالب