په دفتر کې کوم حرکتونه جنسي ځورونه بلل کېږي؟

د "بي بي سي تري" کانال کوربه بېن زنډ له ۲۰ ځوانانو سره پر دې بحث کړی چې په دفترونو کې څه ډول رویه جنسي ځورونه بلل کېدای شي.
په دې بحث کې بېلابېلې پوښتنې را پورته شوي. لکه دا چې ایا پر یو چا ورټيټېدل سم کار دی؟ ایا مخامخ د یو همکار یا همکارې د څېرې او یا ظاهري شخصیت ستاینه کولای شو؟ دې لړ کې وروستی حد کوم دی؟
له دې بحثه د راوتلې نتیجې په اړه د دفتري قوانینو ماهر وکیل سیري ویډیټ وايي، د جنسي ځورونې په تړاو عامه پوهاوي ته نوره اړتیا شته. نوموړی وايي:
''ځوان نارینه او ښځې باید د جنسي ځورونې په هکله خبرې وکړي. دوی ته د جنسي ځورونې حدونه لا هم معلوم نه دي. ''
نامناسب جنسي حرکتونه، له یو چا د نامناسبې ګټې اخیستنې هڅه، یا هغه شفاهي یا فزیکي چلند او رویه چې جنسي بڼه ولري، په چارو کې لاسوهنه وي، یا د دندې پر ځای ساتلو لپاره شرط وبلل شي او یا په دفترونو کې د وېرې فضا رامنځته کړي، ټول د جنسي ځورونې ډولونه بلل کېږي.
د قانون له مخې ټول انسانان محترم دي او باید د حیثیت درناوی یې وشي. که څوک داسې چلند کوي چې له کبله یې یو بل انسان د ځان سپکاوی محسوسوي، نو دا یو ډول ځورونه ده.
د یادونې وړ ده چې د دوو کسانو تر منځ د چلند توضیح لپاره نیت یا تظاهر مهم نه دی، بلکې مهمه دا ده چې د یوه ځانګړي چلند اغېز پر مقابل کس څه ډول دی.
- 'د افغانستان ورزشي فدراسیونونو کې د ښځینه لوبغاړو جنسي ځورونه'
- پاپ فرانسېس: په کلیساو کې د ماشومانو پر جنسي ځورونه شرم احساسوم
- جنسي ځورونه څه ده؟
د بېلګې په توګه دا دلیل نه منل کېږي، چې یو څوک ووايي، هدف یې د ځورونې پر ځای ټوکې وې. سيري په دې اړه وايي:
''له قانوني پلوه دا مهمه نه ده، چې ستاسې نیت یا اراده څه وه، بلکې دا ثابتول مهم دي، چې پر بل کس ستاسې د چلند څه ډول اغېز شوی دی. ''
هېڅوک نه غواړي په خواشینونکي چاپیریال کې کار وکړي او که د یوه کس رویه د بل لپاره د خواشینۍ لامل کېږي دغه رویه جنسي ځورونه بلل کېږي.
که یو کس د خپل جنسیت له کبله له خواشینونکي حالت سره مخامخ کېږي او یا له جنسي نژدیوالي د انکار په صورت کې له تبعیض سره مخامخ شي، دا هم جنسي ځورونه ده.
نارینه او ښځینه دواړه جنسیتونه د نامناسبې جنسي رویې ښکار کېدای شي. د قانون له مخې جنسي بڼه لرونکې خبرې، جنسي نژدېوالی یا لاس وروړل، په نامناسب انداز کتل، جنسي ګنګوسې خپرول او یا جنسي تصویرونه استول د جنسي ځورونې ډولونه بلل کېږي.
ماهرین وايي، د جنسي ځورونې قضیې له بشپړ تفصیل سره ثبت کېږي او که په کوم دفتر کې د یوه کس له لوري د بل کس جنسي ځورونه ثابته شي، د دفتر مسوول یا څښتن کس هم پړ بلل کېږي.
وکیل سیري د جنسي ځورونې ښکار کسانو ته مشوره ورکوي، چې لومړی باید په دفتر کې دننه له داسې کس سره سلا مشوره وکړي، چې باور پرې کوي.
نوموړی وايي، که دغسې کسان د قضیې ثبتولو اراده هم نه لري، باید له باوري کس سره سلا مشوره وکړي.
دفترونو کې د جنسي ځورونې مخنیوي پالیسي کې باید دا هم معلومه وي، چې مثلاً د شرکت رئیس، د دفتر امر یا د بشري ځواک ادارې په ګډون چا ته یا کومې څانګې ته شکایت کېدای شي.