ډالر څنګه په یوه شپه کې ۷۶ روپیو ته را ولوېد؟

پاکستان د انځور حقوق AFP
Image caption ګوګل د یوه امریکایي ډالر بیه ۷۶ پاکستانۍ روپۍ ښودله

د جنورۍ میاشتې د پنځلسمې او شپاړسمې نېټې ترمنځ شپه کې ګوګل انټرنېتي شرکت په پاکستان کې زرګونو کسانو ته ناڅاپه داسې زېری ورکړ چې هېڅ تمه یې نه کېده. په پاکستان کې د انټرنېټ کاروونکو پام شو چې ګوګل د یو امریکایي ډالر بیه ۷۶ کلدارې ښیي.

په څو شېبو کې دا خبر د پاکستان پر خواله رسنیو لکه د ځنګله اور خور شو. خلک حیران وو چې څرنګه په یوه شپه کې د ډالر بیه له ۱۴۰ کلدارو ۷۶ ته را ولوېده.

ځینو فکر کاوه چې دا به د حکومت کومه لویه لاسته راوړنه وي، ځکه لومړي وزیر عمران خان د خپل ټاکنیز کمپاین په ورځو کې بیا بیا ژمنه کړې وه چې د ډالر بیه به را ټیټوي.

ښایي همدا لامل و چې یو شمېر کسانو پر خواله رسنیو د لومړي وزیر ستاینه پیل کړه.

د انځور حقوق Twitter
Image caption ځینو خلکو د لومړي وزیر عمران خان ستاینه پیل کړه

جالبه خبره دا هم وه چې پر همدې شپه د برتانیا پارلمان له اروپایي ټولنې د دې هېواد د وتلو طرحه رد کړه، او د لومړۍ وزیرې تیریزا می حکومت له لوی خطر سره مخ شو.

ځینو فکر وکړ چې ښایي د برتانیا سیاسي وضعیت د ډالر پر بیه هم اغېز کړی وي، او په رښتیا به یې بیه ۷۶ پاکستانیو کلدارو ته را لوېدلې وي.

اخر د څو ساعتونو له خوشحالیو، پوښتنو او ناڅرګند حالت وروسته خبره روښانه شوه.

د انځور حقوق Google
Image caption ګوګل په تېروتنه د ډالر بیه ټیټه ښودله

په اصل کې د ګوګل او بېنګ پلټونکو په تېروتنې دا ډالر بیه کمه ښودله. ستونزه د هغه شرکت په ډېټابېس کې وه چې دې پلټونکو ته د نړیوالو کرنسیو د تبادلې بیې ورکوي.

د خلکو پام شو چې یاهو، بلومبرګ او نورې منلې شبکې د ډالر اصلي بیه، یعنی ۱۴۰ پاکستانۍ روپۍ ښیي.

په دې توګه یوې کوچنۍ تخنیکي تېروتنې د څو ساعتونو لپاره د پاکستان خواله رسنۍ پر سر اخیستې وې.

دې وضعیت ته د خلکو غبرګونونه هم جالب وو. یو چا پر ټوېټر لیکلي:

"زه بختور یم چې د شپې ناوخته ویښ یم او ډالر دا بیه، یعنی ۷۶ کلدارې مې په خپلو سترګو ولیدله. هغوی چې ویده دي، له دې ویاړه به تل محروم وي".

یو بل کس لیکلي، سمه ده چې دا به تېروتنه وه، خو دومره یې خوشحال کړم چې نژدې وه زړه مې ودرېږي.

ورته مطالب