سېکان له پېښور ښاره په تېښته دي

  • 20 جنوري 2019 - 30 مرغومی 1397
رادېش سېنګ
Image caption رادېش سېنګ د ټولنیزو خدمتونو له کبله ګڼ شمېر جایزې هم ترلاسه کړې دي

تېر کال د پاکستان په پارلماني ټاکنو کې په لومړي ځل یو سېک له پېښور ښاره کاندید و. خو یوازې څو میاشتې وروسته رادېش سنګ د ګواښونو او مرګونو بریدونو له کبله اړ شو چې له خپلې ټولې کورنۍ سره یو ځای له پېښوره تېښته وکړي.

یوازې د رادېش سنګ کورنۍ له دې وضعیت سره نه ده مخ، بلکې په پېښور کې ګڼ شمېر نورې سېک کورنۍ هم اړې شوي چې د پاکستان نورو برخ، او یا ان هند ته کډه شي.

سېکانو له پېښور ښار سره د څو پېړیو تاریخي اړیکه او نسب لري، خو په دې وروستیو کلونو کې دوی ته ګواښونه کېږي، وژل کېږي او یا هم د پیسو لپاره تښتول کېږي.

د پاکستان د سېکانو فدراسیون وایي، د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ لږ تر لږه ۱۰ سېکان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

رادېش سنګ په پېښور کې یوه پېژندل شوې سیاسي او ټولنیزه څېره وه. په ۲۰۰۵ کال کې پښتونخوا کې د سېلابونو پر وخت د ټولنیزو خدمتونو له کبله یې ګڼ شمېر جایزې هم ترلاسه کړې وې.

دی په دې هم مشهور و چې د روژې په میاشت کې به یې پېښور کې د مسلمانانو لپاره روژی ماتی چمتو کاوه. ځایي خلکو دی د "ټوني بهای" په نامه یادوه.

Image caption رادېش سېنګ اړ شو چې له پېښوره لاهور ته کډه وکړي

ښاغلي سېنګ له بي بي سي سره خبرو کې وویل:

"داسې ښکاري چې ځینې کړۍ په ټاکنو کې زما پر ګډون ناخوښې وې. د کمپاین په ورځو کې راته پر ټیلیفون ګواښنه وشوه. د پېښور د پولیسو په ځایي تاڼه کې مې د دې تیلیفونونو شکایت هم ثتب کړ. درې ځله راباندې مرګونوي بریدونه وشول. د بریدونو حال کې پولیسو ته نه ورکاوه. دوی پر ځای د دې چې زما امنیت خوندي کړي، نور بندیزونه یې هم راباندې لګول".

رادېش سنګ وایي، په ټاکنو کې د ګډون یوه موخه یې دا وه چې د ټاکنیز نظام پر ضد احتجاج وکړي. د هغه په وینا، د پاکستان په ټاکنو کې لږکي نشي کولی خپل د خوښې کاندید بریالی کړي. بلکې دوی د سیاسي ګوندونو مهربانۍ ته محتاجه دي او ګوندونه د خپلې خوښې کس ته د لږکیو څوکۍ لپاره ټکټ ورکوي.

رادېش سېنګ وایي، له دې لارې ډېری بریالي شوي کسان اصلاً د لږکیو رښتینی استازیتوب نشي کولی.

له پارلماني ټاکنو وړاندې رادېش سېنګ د ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې هم برخه اخیسې وه، او د مسلمانانو په رایه بریالی شوی هم و.

Image caption رادېش سېنګ په پېښور کې یوه پېژندل شوې څېره وه

رادېش وایي، د کونسلرۍ ټاکنو له ګټلو وروسته یې خلکو ته ډېر کار وکړ، او تمه یې دا وه چې اوس په پارلمان کې د خلکو استازیتوب وکړي.

خو دا ځل پایله هغسې نه وه چې رادېش یې تمه کوله. دی نه یوازې په ټاکنو کې بریالی نشو، بلکې دې ته اړشو چې له خپلې کورنۍ سره پېښور پرېږدي او لاهور ته تېښته وکړي.

"په دومره بیړه کې مو پېښور پرېښود چې هر څه رانه پاتې شول. خپل د دوه لکو روپیو موټر مې په ۵۵ زره خرڅ کړ. یو کوچنی کاروبار او دفتر مې درلودل. درې میاشتې کرایه مې نه وه ورکړې. د ځای څښتن د کرایې په بدل کې ټول سامان رانه واخیست. موږ بس ایله سر خوندي کړ او لاهور ته مو پناه راوړه".

رادېش سېنګ وایي، په پېښور کې یې ژوند ښه و او ګزاره کېدله. خو لاهور کې یې خلک سپینې ږیرې ته ګوري او ورته وایي چې "بابا، ته مزدوري نشې کولی".

Image caption په تېرو کلونو کې ګڼ شمېر سېکان اړ شوي چې پېښور ښار پرېږدي

په پېښور کې د رادېش سېنګ د درېیو زامنو تعلیم نیمګړی پاتې شو او اوس لاهور کې دوکانونو کې کار کوي. دا وضعیت رادېش سېنګ ځوروي، خو بیا هم شکر کوي چې د کورنۍ ژوند یې خوندي دی.

د پښتونخوا د صوبایي حکومت یوه ویاند بي بي سي ته وویل، دوی د رادېش سېنګ یا ټوني بهای په نامه څوک نه پېژني، او ځکه په دې اړه څه نشي ویلی.

د حکومت ویاند وویل، د خیبر بښتونخوا پولیس د ټولې صوبې د خلکو امنیت ساتي، او سېکانو ته به هم د نورو وګړو په څېر حق ورکول کېږي.

ویاند زیاته کړه چې پولیس د سېکانو د هدفي وژنو پېښې پلټي او په دې لړ کې یې یو شمېر کسان هم نیولي دي.

Image caption رادېش سېنګ وایي، پېښور پسې خپله دی خو لاهور کې یې لږ تر لږ ژوند خوندي دی

د پاکستان د سېکانو فدراسیون وایي، یوازې په خیبر او اورکزو اېجنسیو کې یو وخت لږ تر لږه ۴۰ زره سېکانو ژوند کاوه. خو له ۲۰۰۴ وروسته دوی پېښور ته کډه شول او ځینې یې ان هند ته ولاړل.

همدا راز په ۲۰۰۸ کال کې د ملاکڼد سېکان هم هلته د طالبانو د ورتګ وروسته اړ شول چې خپل پلرنی ټاټوبی پرېږدي.

کارپوهان وایي، د پېښور او قبایلي سیمو په تاریخ، کلتور او ټولنیزو چارو کې سېکانو لویه ونډه لري. یوه پېړۍ وړاندې په لوی شمېر سېکانو په دې سیمو کې مېشت وو.

سېکانو په دې سیمو کې خپل عبادت ځایونه درلودل او هلته یې مېلې کولې. د سیمې مسلمانانو هم د سېکانو په مراسمو کې پراخ ګډون کاوه.

خو اوس نه یوازې دوی خپل عبادت ځایونه له لاسه ورکړي، بلکې په لوی شمېر کې اړ شوي چې خپل د پلار نیکه وطن پرېږدي او د کډوالۍ ژوند غوره کړي.

ورته مطالب