"سپوږمۍ به نن شپه تندر نیسي"

  • 20 جنوري 2019 - 30 مرغومی 1397
سپوږمۍ د انځور حقوق SPL
Image caption د سپوږمۍ تندر نیول به په افغانستان یا پښتونخوا کې نه ښکاري

د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې به د یکشنبې او دوشنبې ترمنځ شپه کې خلک د سپوږمۍ د تندر نیولو ننداره کوي. ستور پېژندونکي وایي، د ځمکې کُره به د لمر او سپوږمۍ ترمنځ راځي، او سپوږمۍ به د څو ساعتونو لپاره په بشپړه توګه د ځمکې په سیورې کې پټه وي.

د ستور پېژندنې په ژبه کې دې حالت ته "بشپړ تندر نیول" وایي. کارپوهان وایي، دا حالت به د شمالي او سویلي امریکا په هېوادونو او همدا راز د لویدیځې اروپا او شمالي افریقا په ځینو برخو کې ولیدلی شي.

داسې اټکل کېږي چې د تندر نیولو پر وخت به سپوږمۍ تکه سره ښکاري، او له همدې کبله د "خونړي لېوه" نوم ورکړل شوی.

په دې حالت کې سپوږمۍ ځمکې ته تر ټولو نژدې واټن کې وي، او په اسمان کې تر نورو ورځو لویه ښکاري.

Image caption دا حالت هله رامنځته کېږي چې ځمکه د لمر او سپوږمۍ ترمنځ راشي

کارپوهان وایي، د لمر وړانګې به د ځمکې له مخه انعکاس کوي او بیا به پر سپوږمۍ ور پرېوځي، او د همدې وړانګو یا رڼا له برکته به خلک وکړای شي چې سره سپوږمۍ وګوري.

کله چې لمر تندر ونیسي نو خلکو ته سپارښتنه کېږي چې ورته ونه ګوري، خو کارپوهان وایي، د سپوږمۍ د تندر نیولو پر وخت وړانګې ډېرې کمزورې وي، او سترګو ته هېڅ تاوان نه رسوي. نو مطلب دا چې ورته کتلی شئ.

ستور پېژندونکي وایي، دا وضعیت به تر ۲۰۲۹ کاله بیا نه تکرارېږي، نو که یې څوک لیدو ته لېواله وي باید دا فرصت له لاسه ورنکړي.

ورته مطالب