هلمند کې هوایي برید "د یوې کورنۍ ۱۶ غړي وژلي"

مرګ د انځور حقوق AFP
Image caption ملګري ملتونه وايي، پر ۲۰۱۸ کال افغانستان کې د هوايي بریدونو له امله ولسي مرګ ژوبله ۵۲ سلنه ډېره شوې ده. انځور د پخوانۍ پېښې دی.

په مشرانو جرګه کې د هلمند ولایت یو استازی وایي، په سنګین ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو هوایي برید کې د یوې کورنۍ ټول ۱۶ غړي وژل شوي دي. خو د هلمند ولايت ځايي چارواکو رسنیو ته استولې اعلامیه کې د ملکي کسانو مرګ ژوبله رد کړې ده

په مشرانو جرګه کې د هلمند د خلکو استازی او د سنګین اوسیدونکی هاشم الکوزی وایي، دغه برید د شپې یولس بجې د حاجي نور محمد پر کور شوی دی.

د الکوزی په خبره دغه برید کې د وژل شوو لویه برخه ښځې او کوچنیان دي. د هلمند دغه استازی وایي برید بهرنیو ځواکونو کړی او د ده په خبره ښایي د ناسمو مالوماتو پر بنسټ شوی وي.

خو ځایي چارواکي زیاتوي چې د هلمند نظامي شورا د دې پيښې څرنګوالي په هکله پلاوی ګومارلی او د پېښې پلټنه کوي.

د افغانستان دفاع وزارت اعلامیه هم وايي، چې دا پېښه څېړي او ورسته به پایلې له خلکو سره شریکې کړي.

Image caption د هوايي بمبار ډېری قربانیان ښځې او ماشومان وي.

د وژل شویو ماشومانو انځورونه

د انځور حقوق .
Image caption د تير کال سپټمبر وروستیو کې حکومت ویل د وردګو په جغتو کې یې طالبان وژلي، خو وروسته مالومه شوه چې یوه کورنۍ یې له منځه وړې وه چې ډېری قربانیان هم ماشومان او ښځې و.

بل لور ته په یو ویډیو کلېپ کې چې پر خواله رسنیو خپور شوی شاوخوا ۹ وژل شوي کوچنیان- چې عمرونه یې له یو او پنځو کلونو تر منځ ښکاري، د مړو منځ کې پراته دي.

د دوو نارینو او څلور مېرمنو مړي هم په دغه ویډیو کې ښکاري، چې په سپین کفن کې پیچل شوي دي.

په دغه ویډیو کې یو کس، چي څېره یې نه ښکاري پر نورو ږغ کوي" د ټولو څېرې ور ښکاره کړئ هسې نه بیا وایي، چي طالبان یې وژلي دي "

له بلې خوا وسلوال طالبان هم وایي، د بهرنیو ځواکونو برید کې د یوې کورنۍ ټول غړي وژل شوي دي.

دغه ډله ادعا کوي، چي بهرنیو ځواکونو د هلمند خانشین ولسوالۍ کې هم د ولسي خلکو لسګونه هټۍ ویجاړې کړې دي.