ملا عبدالغني برادر قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر شو

ملا برادر

د وسله والو طالبانو رهبرۍ شورا رسنیو ته په یوه استول شوې اعلامیه کې اعلان کړی چې د دې ډلې یو مهم مشر مُلا عبدالغني برادر په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ټاکل شوی دی. د طالبانو یوې سرچینې بي بي سي ته منلې چې نوموړې وار د مخه قطر ته رسېدلی دی.

نوموړی همدا راز په سیاسي چارو کې د طالبانو د مشر مرستیال هم ټاکل شوی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه جلا اعلامیه کې ویلي، "دغه ګام له امریکايي جهت سره د روانو مذاکراتو د پروسې د لا تقويې او په ښه توګه ترسره کولو په منظور پورته کړل شوی دی ".

ملا برادر د څو کلونو لپاره په پاکستان کې زنداني و ، او څه موده وړاندې د طالبانو او امریکایانو د خبرو په پایله کې له بنده خوشي شو.

طالبان هر کال پر همدې مهال په خپلو لیکو کې ټاکني کوي او دا ځل یې هم په خپلو ملکي او پوځي برخو کې ګڼ شمېر نوي کسان ګومارلي دي، خو ملا برادر د سولې د روانو هلو ځلو په ترڅ کې د یوې خاصې موخې لپاره ټاکل شوی.

طالبانو په ورته وخت کې په خپلو ګڼ شمېر کمیسیونونو کې هم نوې ټاکنې کړې دي، او د ګڼ شمېر ولایتونو لپاره یې خپل والیان هم بدل کړي دي.

د طالبانو یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، په تېره یوه اونۍ کي افغان حکومت او وسلوالو طالبانو د یو شمېر بندیانو تبادله هم کړې ده . د سرچینې په وینا، کابو ۳۴ افغان پولیس او د ملي اردو سرتېري خوشي شوي او په بدل کې به یې لس تنه طالب وسله هم ژر له بګرام زندانه خوشي شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ملا برادر د ټاکنې اعلان پر وخت په قطر کې د طالبانو او امریکایانو خبرې روانې دي

تمه کیږي سبا د جمعې پر ورځ هم ځیني کسان د طالبانو له خوا خوشي شي چي شمېر یې ۲۰ نه تر ۳۰ تنو پوری دی او په بدل کې به یې یو شمېر طالبان له پلچرخي زندانه خوشي شي

د ملا برادر د ټاکل کېدو اعلان په داسې حال کې کېږي چې هماغلته په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر او د یوه جګپوړي امریکایي

پلاوي ترمنځ چارشنبه د څلورمې ورځې لپاره مخامخ خبرې روانې دي. تر دې دمه د دې خبرو جزیات نه دي څرګند شوي

ملا برادر څوک دی، او څومره مهم دی؟

۵۸ کلن ملا برادر د طالبانو د شورا مهم غړی او د ملا عمر مرستیال پاتې شوی. ویل کېږي ملا برادر له هغو څلورو کسانو یو و، چې ۱۹۹۴ کال کې یې د طالبانو تحریک پیل کړ.

وروسته چې امریکايي ځواکونه ۲۰۰۱ کال کې افغانستان ته ننوتل، د طالبانو حکومت یې نسکور کړ، ملا برادر د وسله والو طالبانو د مقاومت یو مهم غړی شو.

نوموړی د اروزګان ولایت دی، خو پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پرمهال کندهار کې و. کله چې افغانستان کې د طالبانو واکمني پراخه شوه، ملا برادر د هرات والي وټاکل شو.

ملا برادر د پوپلزیو له قبیلې دی، چې په سوېل کې ډېر نفوذ لري. ملا برادر د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د دغه تحریک لوی درستیز هم پاتې شوی دی.

ورته مطالب