عربي هېواد د "ښځینه وایګرا" کارولو اجازه ورکړه

مصر
Image caption مصر لومړنی عربي هېواد دی چې د دې درملو کارولو اجازه یې ورکړې

مصر څه موده وړاندې په عربي نړۍ کې لومړنی هېواد شو چې ښځو ته یې د جنسي ځواک د درملو د کارولو اجازه ورکړه. د دې تابلېت کیمیاوي نوم "فلېبانسرین" دی، خو په عام بازار کې یې خلک اوس د "ښځینه وایګرا" په نامه پېژني.

کابو درې کاله وړاندې په امریکا کې د دې درملو د کارولو اجازه ورکړل شوه، او اوس یې په مصر کې تولید پیل شوی.

د لیلا په مستعار نامه یوې مېرمنې بي بي سي ته وویل، د واده یې لس کاله کېږي، او دا تابلېت یې هسې د تلوسې له مخې واخیست.

لیلا وایي، د تابلېت له کارولو وړاندې یې له ډاکټر سره هېڅ ډول مشوره نه وه کړې.

نوموړې وایي:

"کله مې چې تابلېت وخوړ، ګنګس شوم، د زړه ټکان مې تېز شو. درملتون کې یې راته وویل چې هره شپه باید یو تابلېت وخورم. خو دا یې راته نه وو ویلي چې کېدای شي بد اغېز راباندې وکړي. ما او مېړه مې هسې د تلوسې له مخې غوښتل چې دا تابلېت وکاروو. خو بیا به یې هېڅ کله هم ونه کاروم".

Image caption د دې تابلېت جوړوونکی شرکت وایي، د ښځینه وایګرا اصطلاح ناسمه ده او رسنیو مشهوره کړې

د ګڼو نورو هېوادونو په څېر په مصر کې هم د درملو رانیولو لپاره د ډاکټر نسخه اړینه نه ده. خلک کولی شي ډاکټر ته له ورتلو پرته درملتون ته ولاړ شي او هر ډول درمل چې وغواړي په اسانۍ یې ترلاسه کولی شي.

په مصر کې په دې وروستیو کلونو کې د طلاق کچه لوړه شوې ده، او ځینې ټولنپوهان فکر کوي چې یو لامل یې د مېرمنو او مېړنو ترمنځ پیکه جنسي اړیکي دي.

د "فلېبانسرین" تابلېت جوړوونکی شرکت هم وایي، په هرو لسو مصریو مېرمنو کې درې یې له مېړنو سره جنسي اړیکي ته چندان لېواله نه دي.

د شرکت یو استازی اشرف المراقي وایي، په مصر کې داسې درملو ته سخته اړتیا ده چې جنسي ځواک او لېوالتیا ډېره کړي.

نوموړی وایي، د دوی درمل خوندي دي، او له وخت تېرېدو سره به زړه بدي ګنګسیت او نورې بدې اغېزې یې هم ختمې شي.

Image caption مصرۍ مېرمنې لا هم د جنسي مسایلو په اړه ښکاره خبرې نه کوي

خو ډاکټران او درمل جوړوونکي بیا دا خبره نه مني. د یوه درملتون څښتن بي بي سي ته وویل، دا تابلېت د وینې فشار بیخي راټیتوي، او هغو کسانو لپاره خطرناکه تمامېدلی شي چې د قلبي ناروغي لري.

د مراد صادق په نامه د یو بل درملتون څښتن وایي، دی تل پېرېدونکو ته د دې تابلېت ناوړه اغېزې په ګوته کوي، خو خلک یې بیا هم پروا نه کوي او رانیسي یې.

د نوموړي په وینا، هره ورځ لږ تر لږ لس کسان له ده څخه دا تابلېت رانیسي، او لویه برخه یې نارینه دي. لامل یې دا دی چې د مصر په څېر مذهبي او دودیزه ټولنه کې مېرمنې شرمېږي او پخپله دا درمل نشي را نیولی.

د یاد درمل جوړونکی شرکت وایي، د "ښځینه وایګرا" اصطلاح ناسمه ده، او هسې رسنیو مشهوره کړې ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption دا تابلېت که څه هم د ښځو لپاره دی، خو اکثر یې نارینه ورته رانیسي

ویل کېږي چې د دې تابلېت اصل اغېز پر اعصابو دی، او هغه دا چې په مېرمنو کې ذهني نارامي کموي او په مغز کې د کیمیاوي موادو انډول سموي.

د همدې عمل په پایله کې په دوی کې د جنسي اړیکي لېوالتیا ډېرېږي. خو ځینې اروا پوهان دا نه مني او وایي، د مېرمنو لپاره جنسي اړیکي یوه رواني پروسه ده او له اعصابو پیلېږي.

دوی ټینګار کوي چې د ښو جنسي اړیکو لپاره د مېړه او مېرمنې ترمنځ عادي ټولنیزه اړیکه مهمه ده. که یو مېړه پر خپله مېرمن ظلم کوي، دا ډول سل تابلېته هم هغه مېرمن دې ته نه لېواله کوي چې له مېړه سره جنسي اړیکه ولري.

ورته مطالب