د طالب- امریکا خبرې به افغان سولې ته لار برابره کړي؟

د انځور حقوق Reuters
Image caption طالبان وايي، امریکا چې د وتلو مهالوېش وټاکي نو دوی به افغان حکومت سره خبرې وکړي.

ویل کېږي د افغان طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د قطر دوحه کې په شپږ ورځنیو خبرو کې مهم پرمختګ شوی دی.

طالبان هم وايي، چې دواړه لوري د ۱۷ کلنې مرګونې افغان جګړې سوله ییز حل موندلو ته جدي دي.

خو طالبان لا هم له افغان چارواکو سره له نېغو خبرو ډډه کوي او دا خبرو کې په ځای پاتې ستونزه ده او ور سره دا لا هم روښانه نه ده چې قطر کې دواړه لوري په څه سلا شوي دی.

د بي بي سي خبریالان سیکندر کرماني او مخکښ افغان خبریال سمیع یوسفزي دې ته کتنه کړې چې دې خبرو کې څه شوي دي او د افغانستان او دغه هېواد کې د بهرنیو ځواکونو د راتلونکي لپاره څه مانا لري.

خبرې څومره مهمې وې؟

دواړه لوري که طالب دی یا امریکايي چارواکي په یوه خوله وايي، چې د قطر وروستیو خبرو کې پرمختګ شوی دی، ځکه سره له دې چې افغانستان کې تاوتریخوالی روان دی، خو د سولې خبرو په لور هڅې او هیلې زیاتېږي.

مخکښ شنونکی احمد رشید له بي بي سي سره مرکه کې دا خبرې خورا ډېرې مهمې بولي او زیاتوي:

"موږ د افغان کورنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره کله هم دومره نږدې شوي نه یو".

وروستۍ شپږ ورځنۍ خبرې تر هغو ډېرې اوږدې وې چې وروستیو میاشتو کې شوې دي.

تېره اونۍ د دې خبرو منځ کې طالبانو اعلان وکړ چې د دې ډلې یو بنسټګر ملا عبدالغني برادر به قطر کې د طالبانو د دفتر نوی مشر وي، چې پاکستان څو میاشتې مخکې له بند خوشی کړ.

ښاغلی رشید وايي، ملا برادر د سولې او ټیکاو غوښتلو نوم لري او عام طالبان تړون منلو ته هڅولی شي.

پر څه خبرې وشوې؟

د انځور حقوق Getty Images

ویل کېږي دوو برخو کې پرمختګ شوی دی؛ یو دا چې کله به امریکايي ځواکونه له افغانستان وځي؟

بل د طالبانو ژمنتیا چې بیا به د القاعده په څېر جهادیانو ته لار نه ور کوي چې د تېر په څېر افغانستان د مرکز په ډول وکاروي.

یوه لوړپوړي طالب چارواکي- چې دې خبرو کې ګډون کړی- له بي بي سی سره خبرو کې ویلي، دواړو لورو د داسې دوو کمېټو د جوړولو پرېکړه کړې چې څنګه په دې برخه کې تړونونه په اصولو کې پلي کړي.

د طالبانو دا مشر له نومپرته وایي، چې دا جرګه ګۍ به له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو لارې او د هغوی وخت هم مشخصوي.

موږ شپږ میاشتې وړاندیز کړی، خو بدلون پکې راتلی شي.

نوموړی وایي، دا جرګه ګۍ به داسې پاخه وړاندیزونه هم برابر کړي چې طالبان څنګه له القاعده سره اړیکي پرې کړي او په دې به راتلونکې اونۍ کار پیلیږي.

د طالبانو دا سرچینه وايي، د امریکا او دوی د خبرو بل پړاو به د راتلونکې میاشت وروستیو کې پیلېږي.

د طالبانو بلې سرچینې بي بي سي ته وویل، چې کله تړون ته سره رسېږي، دوی به له نورو هېوادونو او نړیوالو ادارو وغواړي چې ضمانت یې وکړي.

اوربند

د انځور حقوق EPA
Image caption تېر کوچی اختر د ولسمشر غني له یو لوریز اوربند وروسته طالبانو هم اوربند وکړ او دې سره افغان سرتېري او طالب ځواکونه سره یو ځای شول.

دواړه لوري وايي، چې د ډېرو مهمو مسلو د حل لپاره لا ډېرو خبرو ته اړتیا ده.

په اوسنیوخبرو کې د اوربند برخلیک ناڅرګند پاتې شو. د طالبانو له دریځ داسې ښکاري چې کله د نړیوالو ځواکونو د وتلو نېټه روښانه شي، نو دوی به پر اوربند سلا شي.

د طالبانو یو بل لوړپوړی چارواکی وايي، د سولې تړون ته تر رسېدو مخکې دا ډله د اوربند په هکله اندېښمنه ده، ځکه وېرېږي که وسلوال یې یو ځل وسله پر ځمکه وغورځوي بیا به ورته ګرانه وي چې وسلې پورته کولو ته یې وهڅوي.

دې خبرو کې بله مسله د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ نېغې خبرې دي. خو طالب چارواکي وايي، د دوی جوړې شوې کمېټې به په دې برخه کې خپلې سپارښتنې برابرې کړي.

تر دمګړۍ طالبان چې له امریکا سره په خبرو بوخت دي د اشرف غني حکومت ته د لاسپوڅي په سترګه ګوري.

د افغان حکومت نظر څه دی؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د زلمي خلیلزاد تر ګومارل کېدو وروسته د افغان سولې خبرې چټکې شوې

د روانې اونۍ لومړیو کې د سویزرلنډ نړیوال اقتصادي کانفرانس کې اشرف غني وویل، چې پر ۲۰۱۴ کال واک ته د ده تر رسېدو راهیسې ۴۵ زره افغان ځواکونه وژل شوي دي.

"دا ښيي چې جګړه څوک کوي".

کله چې قطر کې د خبرو د پرمختګ تپوس ترې وشو، نو ښاغلي غني وویل: "د خبرو موخه دا ده چې د افغان حکومت او طالبانو مخ په مخ لیدنو ته زمینه برابره شي. بیا به د امریکايي ځواکونو د شتون په څېر سترو مسلو باندې خبرې کېږي".

ډېر شنونکي په دې باور دي چې ورستیو څرګندونو له خبرو لرې ساتل شوي افغان چارواکي اندېښمن کړي چې دا پرمختیا د افغان جګړې د ژر ختمولو لپاره ده.

باور دا دی چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ افغانستان کې له امریکا پوځیانو ناهیلی زیاتېږي.

د افغان پخلاینې لپاره د متحده ایالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد- چې خبرو کې د امریکايي لوري مشر دی- ښايي دې اندېښنو ته پام کوي.

له قطر خبرو د غني د خبرولو لپاره یې کابل ته د سفر په مهال ټوېټ وکړ چې هر تړون باید د افغانانو ترمنځ وي.

د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرې به خورا ډېرې سختې او نازکې وي.

دوی به افغانستان کې د ولسواکۍ او د ښځو د حقونو په هکله هوکړې ته رسېږي، هغه هم په داسې مهال چې خورا ساتنپالي یا محافظه کار طالبان به د سیاسی بهیر ډېر مهم لوری وي.

پخوانیو خبرو ته څه پېښ شول؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اشرف غني وايي، تېرو څلورو کلونو ې ۴۵ زره افغان سرتېري جګړه کې وژل شوي دي.

پخوانۍ خبرې لومړیو پړاوونو کې ناکام شوې.

پر ۲۰۱۵ کال پاکستان کې د افغان چارواکو او طالبانو خبرې د طالبانو د لومړني مشر ملاعمر د مرګ خبر خپرېدو سره وځنډېدې، ځکه ویل کېدل د نوموړي په امر دا خبرې کېږي.

پر ۲۰۱۳ کال هم قطر کې د خبرو هڅه وشوه خو پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په دې ډډه وکړه چې هلته د طالبانو د قطر دفتر باندې د دوی بیرغ ځوړند دی او د حکومت له پام غورځول شوې ده.