مسکو ته د طالبانو سفر؛ افغان حکومت ملګرو ملتونو ته شکایت کړی

مسکو د انځور حقوق Getty Images
Image caption شېر محمد عباس ستانکزی او پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی د مسکو غونډې مهم ګډونوال وو

بي بي سي موندلې چې افغان حکومت د افغان سولې په تړاو د مسکو وروستۍ غونډه کې د یو شمېر طالب استازو د ګډون له کبله ملګرو ملتونو ته رسماً شکایت کړی دی. د افغان حکومت یوې سرچینې بي بي سي ته ویل، د سفر په برخه کې باید له طالب استازو سره دومره نرمي ونشي

د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت کې یوې معتبرې سرچیني د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته وویل، په قطر کې مېشت یو شمېر طالب چارواکي د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لېست کې دي او له همدې کبله ازاد سفر نشي کولی.

سرچینې زیاته کړه، په تېر کې چې هر کله طالب استازو سفرونه کړي، ملګرو ملتونو لومړی له افغان حکومت سره په دې اړه مشوره کړې او د ملګرو ملتونو ځانګړې کومېټې د حکومت تائید یې ترلاسه کړی.

خو سرچینه ټینګار کوي چې دا ځل مسکو ته د طالب استازو د سفر په اړه له افغان حکومت سره هېڅ سلا مشوره نه وه شوې، او حکومت خپل رسمي شکایت په یوه لیک کې د ملګرو ملتونو د بندیزونو ځانګړې کومېټې ته استولی.

د افغان حکومت د هغه رسمي شکایت لیک متن چې بي بي سي ته ښودل شوی ښیي چې حکومت دا شکایت د روانې فبرورۍ میاشتې پر څلورمه نېټه، یعنې د مسکو له غونډې یوه ورځ وړاندې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۱۹۸۸ شمېرې کومېټۍ ته په یو لیک کې استولی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان حکومت خپل شکایت د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې ثتب کړی

د مسکو په دوه ورځنۍ ناسته کې چې د سه شنبې او چارشنبې پر ورځ وشوه، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ځینو غړو له یو شمېر افغان سیاستوالو او فعالانو سره مخامخ خبرې وکړې.

افغان حکومت په دې خبرو کې ګډون نه درلود، او ولسمشر محمد اشرف غني په یوه مرکه کې وویل چې د دې ناستې ګډونوال د هېڅ ډول پرېکړې حق نه لري.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو ځانګړې کومېټه پر ترهګرو ډلو او کسانو د بندیزونو لګولو او پر هغوی د څار لپاره جوړه شوې ده.

د افغان حکومت په دې لیک کې راغلي، افغان حکومت په هېواد کې د سولې لپاره د هر ډول هلو ځلو هرکلی کوي، خو مسکو ته د یو شمېر طالب استازو د سفر په اړه غواړي د یادې کومېټې ټاکل شوي اصول ور په ګوته کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر غني ویلي، د مسکو غونډې ګډونوال د هېح پرېکړې واک نه لري

د بهرنیو چارو وزارت سرچینې بي بي سي ته وویل، طالبانو د ملګرو ملتونو د بندیزونو له ځانګړي لېسته ټوکې جوړې کړي، او د امنیت شورا باید د سفر په برخه کې له دوی سره دومره نرمي ونکړي.

د مسکو په ناسته کې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پر استازو سربېرو پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته کاندید محمد حنیف اتمر، د جمعیت اسلامي ګوند مشرانو هر یو محمد یونس قانوني، عطا محمد نور، اسماعیل خان، د افغانستان د سولې د عالي شورا غړي حاجي دین محمد او یو شمېر نورو افغان سیاستوالو او فعالانو ګډون درلود.

دا غونډه پرون چارشنبه په یوې ګډې اعلامیې سره پای ته ورسېده، او پرېکړه وشوه چې د دې لړۍ راتلونکې غونډه به په نژدې راتلونکي کې په دوحه کې وشي.

په ګډه اعلامیه کې پر بین الافغاني خبرو ټینګار شوی او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د روانو خبرو ملاتړ څرګند شوی.

مسکو ته د طالب استازو سفر له دې کبله هم جالب دی چې دا ډله په روسیه کې تر "بندیز لاندې " ده او د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي.

روسي رسنیو لا هم اړې دي چې کله د طالبانو په اړه خبره کوي "تر بندیز لاندې ډلې " په توګه یې یادوي.

ورته مطالب