مارچ کې د کابل بهیر درېیمه غونډه کېږي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

مارچ کې د کابل بهیر درېیمه غونډه کېږي

پاکستان چې له اوږدې مودې افغانستان کې د جګړې پر سره له امريکا سره ستونزه او مخالفت کې ښکېل و، اوس يې د پردې ترشا خو يوه مرکزي رول په لوبولو پيل کړی، او له طالبانو سره د امريکا د خبرو ملاتړ کوي.

دا خبره امريکايي چارواکو او طالب سرچينو رويټرز خبري اېجنسۍ ته کړې. خو د سولې خبرو کې د پاکستان رول نازک بلل شوی، ځکه اسلام اباد غواړي پر طالبانو د يو ډول پراخ اغېز لرلو له ښوولې ډډه وکړي، چې واشنګټن يې تل پرې تور لګولی، او سرچينو یې د دې مرستې د لنډمهالې بڼې خبرداری ورکړی دی.

بل پلو پتېل شوې، د سولې او امنيتې همکارۍ کابل بهير راتلونکې غونډه کې د سيمې هېوادونو جګپوړي استازي، د نړيوالې ټولنې او نړيوالو سازمانونو غړي هم ګډون وکړي.

دا چې څنګه د افغان د بهرنيو چارو وزارت سياسي چارو مرستيال ادريس زمان یې په اړه بي بي سي پښتو سره خبرې کړې دي.

اړونده مطالب