"شوروي هېر، خو افغانانو خپل کړم"

  • 10 فبروري 2019 - 21 سلواغه 1397
خاکیموف
Image caption خاکمیوف له درې میاشتنې اسارت وروسته اسلام منلی او له هغه وروسته یې نوم شیخ عبدالله دی

۳۰ کاله کېږي چې له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد پوځیان ووتل، خو اوس هم چې د هرات شمالي لمنو ته لاړ شئ یوه شنه ګونبده مو پام ځانته ور اړوي.

دا د منظر جهاد په نامه د هغه موزیم د درې پوړیزې ودانۍ کوبنده ده چې د مجاهدینو او شوروي پوځ ترمنځ د جګړو نښې، د وسلو بېلګې او انځورونه په کې نندارې ته ایښودل شوي دي.

په دې موزیم کې چې د جمعیت اسلامي ګوند یوه مشر محمد اسماعیل په نوښت جوړ شوی یوازې یو داسې څه هم شته چې کله کله په دې موزیم کې د لیدونکو د حیرانتیا سبب کېږي.

خاکیموف د شوروي پوځ له هغو پوځیانو و چې د جګړې په ډګر کې تر ټپي کېدو وروسته له مجاهدینو سره اسیر شو.

Image caption په دې موزیم کې له شوروي پوځ سره د خونړیو جګړو پېښې انځور شوي د

خاکمیوف وايي، پلار یې عیسوي او د مسکو اوسیدونکی او مور یې یهودۍ او د اوکرایین اوسیدونکې وه. له مجاهدینو سره جګړه کې ټپي شو او په شینډنډ کې درې میاشتې تر اسارت وروسته مسلمان شو او له هغه وخته راهیسې نوم شیخ عبدالله دی.

شیخ عبدالله چې اوس ۵۵ کلن دی ۱۸ کلن و چې په خپله خوښه یې په افغانستان کې د جنګېدو له پاره په شوري پوځ کې نوم لیکنه وکړه.

دی وايي (ما له جګړو سره لیوالتیا لرله، ډېر خوښ وم، د اوږې راکټ مې درلود، اصلاً د استخباراتو غړی وم خو جګړه مې هم کوله.)

شیخ عبدالله د شوروي پوځیانو په ډله کې د هرات په سویل او د شنیدنډ په ولسوالې کې په جګړه بوخت و چې پر سر ولګېد او سخت ټپي شو.

Image caption د جګړې ډګر له انځورونو او مجسمو ترکیب شوی

وايي کله چې یې سترګې وغړولې ځان یې د مجاهدینو په منځ کې وموند.

د محمد اسماعیل تر امر لاندې یوه جهادي قومندان یې درملنه وکړه.

هغه مهال به چې کله د شوروي پوځیان او مجاهدین یو د بل په لاس اسیر شول ډېره یې د ژوندي پاتې کېدو تمه نه کېده. خو شیخ عبدالله بختور و چې ژوندی پاتې شو.

د دښمن له خاورې سره مینه

ویل کېږي له ۱۹۷۹ کال نه تر ۱۹۸۹ کال پورې څه باندې سل زره شوروي پوځیان په افغانستان کې دیره وو.

د شمېرو له مخې د افغانستان په جګړه کې د شوروي ۱۵ زره پوځیان وژل شوي او څه باندې دوه سوه تنه یې لادرکه شول.

Image caption هرات چې د ترکمنستان له لارې له پخواني شوروي اتحاد سره ګډه پوله درلوده د سره پوځ له پاره مهم ولایت و

روسیه اوس تمه لري چې له دوه سوه کسانو به ښايي ځیني کسان ژوندي پاتې وي او بېرته به خپل هېواد ته ستانه شي.

په ۲۰۱۲ کال کې روسیې د افغانستان له حکومت او خلکو وغوښتل چې د ورکو شویو شوروي پوځیانو او په افغانستان کې د پاتې شویو پوځیانو په اړه معلومات ورکړي.

روسیې په ۱۹۸۸ کال کې خپلو ټولو هغو پوځیانو ته چې افغانستان کې په هر دلیل پاتې شوي او هرڅه یې چې کړي بې له قید او شرطه بښنه وکړه.

شیخ عبدالله چې اوس افغانۍ تذکره لري وايي، هېڅ کله به بېرته روسیې ته ستون نه شي.

نوموړی وايي:

"څو میاشتې وروسته تر هغه چې اسیر شوم لا مې زړه غوښتل چې روسیې ته ستون شم او په موقع پسې ګرځېدم، خو روسیې هېر کړم. اوس چې ژوند، ښځه او بچیان او د افغانستان تابعیت لرم روسیه راپسې ګرځي، خو زه روسیه نه غواړم. "

شیخ عبدالله اوس د جهاد په موزیم کې کار کوي او وايي:

"هر وخت چې راځم یا ځم څوک مې مخه نه نیسي، دلته خوښ یم ".

Image caption دا موزیم د شوروي اتحاد له پوځ سره د جګړو د خاطراتو د ساتلو له پاره جوړ شوی دی

شیخ عبدالله دوه ځله واده کړی. وروسته له هغه چې لومړنۍ میرمن یې د زېږون پرمهال مړه شوه، ده یو ځل بیا واده وکړ او اوس وايي چې له خپل ژونده خوښ دی.

شیخ عبدالله وايي چې د ویلو ډېرې کیسې یې لرلې خو په وینا یې اوس یې حافظه کمزورې شوې ده.

د ده لاسونه رپېږي او په وجود کې یې جسمي کمزورتیا ښکاري، خو تر اوسه هم ټوکي دی او له شونډو یې موسکا نه ده ورکه.

Image caption په دې موزیم کې ایښودل شوي توکي له کلیو، کورونو او بېلا بېلو سیمو راټول شوي او ځیني یې په پېسو اخیستل شوي دي

له شیخ عبدالله نه مې پوښتنه وکړه چې یو شمېر جهادي مشران د امریکا په مشرۍ د روانې جګړې د ختمولو له پاره د یوې لارې د موندلو په لړ کې روسیې ته سفرونه کوي، دی یې په هکله څه فکر کوي؟

ښاغلي عبدالله په داسې حال کې چې له لحن نه یې ښکاریده چې نه غواړي په دې اړه ډېرې خبرې وکړي یوازې دومره وویل له دې وضعیته خوښ نه دی او مجاهدین باید مسکو ته نه وای تللی.

بیا مې وپوښت چې ولې؟

ځواب یې دا و چې امریکا او روسیه دواړه صادق نه دي.

ورته مطالب