صبغت الله مجددي؛ سیاست، ښېګڼې او کمزورۍ

ټاکل شوې چې د صبغت الله مجددي د جنازې مراسم د چهارشنبې پر ورځ د کابل غازي سټډيوم کې تر سره شي. د انځور حقوق Sibghatullah Mojaddedi
Image caption د صبغت الله مجددي د جنازې مراسم د کابل غازي سټډيوم کې تر سره شول

د افغانستان پخوانی ولسمشر او د ملي نجات ګوند رييس حضرت صبغت الله مجددي د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۹۳ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

د ښاغلي مجددي فېسبوک پاڼې او د ده کورنۍ ته نژدې سرچينې وايي نوموړي د فبرورۍ پر ۱۱ نېټه کابل کې ساه ورکړه.

تردې وړاندې هم څو ځله د ښاغلي مجددي د مړيني خبر خپور شوی و، چې هر ځل يې د کورنۍ له خوا رد شوی و.

د نوموړي جنازې مراسم د چهارشنبې پر ورځ د کابل غازي سټډيوم او ارګ کې وشوه.

حضرت صبغت الله مجددي په ۱۹۲۵ د اپرېل پر ۲۵ کابل کې د مجدديانو په مشهوره ديني کورنۍ کې زيږېدلی و.

نوموړي د مصر په الازهر پوهنتون کې لوړې زدکړې پای ته رسولې وې.

افغانستان کې د ثور له کودتا وروسته چې د خلق ديموکراتيک ګوند قدرت ته ورسېد، په ضد یې د جهاد فتواوې ور کړل شوې او یو او بل ځای خلک پورته شول.

مجددي- چې په ډنمارک کې و- له هغه ځای پاکستان ته ولاړ او د ملي نجات جبهې په نامه يې د هغه مهال د حکومت پر وړاندې سياسي او وسله واله مبارزه پيل کړه.

نوموړي چې د منځلاري ګوند مشر و، ډېری پلویان یې خپل مریدان، قومي مشران او یو شمېر لوستي روڼ اندي و چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم پکې راځي.

د مجددي غوسه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پر ۲۰۰۸ کال نوي ډېلي کې مجددي یوه کانفرنس کې د تبتیانو له روحاني مشر دلیلاما سره.

د بي بي سي پخوانی خبریال او د افغانستان د چارو شنونکی رحیم الله یوسفزی چې له کلونو راهیسې افغان چارې څاري او مجاهدین یې هم له نږدې لیدلي او څارلي، مجددي مهربان او منځلاری مشر بولي او وايي، له سیاسي پلوه به ستونزمن وخت کې د مجاهدینو مشران او ښکېل لوري پر نوموړي را ټولېدل:

"هغه خوږ سړی و، ډېر پوه هم و، خو هر انسان نیمګړتیا لري او د ده کمزوري دا وه چې ډېر ژر به غوسه کېده او کومه خبره به یې چې په طبعه ښه نه وه ژر به غوسه شو او دا غوسه به یې څرګندوله."

ښاغلی یوسفزی زیاتوي چې مجددي د اوو ګونو ډلو کې یې هم ډله درلوده، خو د نورو ډلو په څېر میدان کې ډېر پیاوړی ګوند نه و.

صبغت الله مجددي په ډانګ پېیلو خبرو مشهور و، خبرو کې ډېر نه تمېده او ان کله به یې ژر هم قضاوت کاوه.

د بېلګې په توګه د امریکا له متحده ایالتونو سره یې د امنیتي تړون د جوړې شوې مشورتي جرګې په پای کې نوموړي له ولسمشر حامد کرزي وغوښتل چې دا تړون ډېر لاسلیک کړي.

نوموړي ګواښ وکړ که دا تړون نه لاسلیکوي، نو دی به ژر مهاجرت وکړي. هغه د سټېج له سره په لوړ غږ وویل:

"زه ژمنه در کوم که تړون نه لاسلیکوې، نو زه به هجرت وکړم ".

خو د دې تړون له لاسلیک څو کلونه وروسته نوموړي د مجاهدینو یوه غونډه کې چې پخوانی ولسمشر کرزی هم پکې و، د دې تړون د بیا کتنې غوښتنه وکړه.

بند

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ۱۹۹۳ کال مارچ ۷ افغان جهادي مشران اسلام اباد کې د سولې تړون تر لاسلیکولو وروسته دوعا کوي.

مجددي له ۱۹۵۹ تر ۱۹۶۴ د روسیې د هغه وخت د لومړي وزیر نیکیتا خوروشوف د وژلو د هڅې په تور بندي شوی و.

له بندي خانې وروسته له افغانستان ووت او ډېر وخت یې ډنمارک او پاکستان کې تېر کړ.

په ۱۹۹۲ کال کې د ډاکتر نجيب الله د حکومت له ړنګېدو وروسته ښاغلي مجددي د افغانستان "اسلامي دولت" د لومړني ولسمشر په توګه د دوو مياشتو لپاره دنده ترسره کړه او د اسلام اباد د هوکړې له مخې یې ولسمشري د جمعیت ګوند مشر برهان الدین رباني ته وسپارله.

د ګلبدین حکمتیار او د جنرال دوستم د ډلو په مشرۍ د همغږۍ شورا په جوړېدو سره مجددي د دې شورا مشري کوله.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال نوموړي ځان له سياسته ګوښه کړ، خو یو وخت یې د طالبانو او د مجاهدینو د قومندان احمد شاه مسعود د بندیانو تبادله هم وکړه.

نوموړي د خپلې لنډې واکمنۍ او تر هغه وروسته پاکستان د افغانستان په چارو کې په لاسوهنه تورناوه او د طالبانو بریاوې یې د ای اېس ای په مرسته او د هغوی بریا بلله.

هغه وخت نوموړي بي بي سي ته وویل"تر اوسه مې هڅه کوله سوله راشي ځکه مې دا خبره نه کوله، اوس چې طالبان وايي، سوله نه کوي، جنګ غواړي نو رښتیا درته وایم چې دا دومره فتحې چې طالبانو کړې د پاکستان په مرسته یې کړې دي."

ځینې ژوند پېښې

صبغت الله مجددي په ۲۰۰۳ کال کې د اساسي قانون د لويې جرګې مشر وټاکل شو.

۲۰۰۵ کال کې د مشرانو جرګې مشر او ۲۰۱۱ کال کې د مشرانو جرګې غړی شو.

نوموړی پر ۲۰۱۳ کال د مشورتي لویې جرګې مشر هم و.

په ۱۹۹۲ کال کې افغانستان ته د راستنېدو پر مهال هوايي ډګر کې د الوتکې کوزېدو پر وخت د نوموړي په الوتکه برید وشو، خو پیلوټ الوتکه سمه کوزه کړه او ده ته زیان ونه رسېد.

دا راز په ۲۰۰۶ کال کې چې مشرانو جرګه کې و، په ګاډي یې دوه ځانمرګي بریدونه وشول، خو ده ته زیان ونه رسېد.