نیویارک ټایمز: امریکا ایران کې د پټو عملیاتو پلان لري

د انځور حقوق TASNIM
Image caption ایران وايي د توغندیو پر جوړولو له چا سره خبرې نه شي کولی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې ادعا کړې چې امریکا د ایران د توغندیو جوړولو پروګرام د له منځه وړلو لپاره ډیر پټ عملیات په پام کې لري او هڅه کوي ایران ته داسې توکي ورسوي چې د دغه هېواد جوړ توغندي شنډ یا خنثا کړي.

نیویارک ټایمز په دې ځانګړي راپور کې ویلي سپینې ماڼۍ ته د ډونلډ ټرمپ له رسېدو سره د دغه ډول عملیاتو لپاره هڅې کړندۍ شوې دي.

ورځپاڼه لیکي پخوانیو او ځنیو اوسنیو چارواکو ورته ویلي چې د امریکا دا عملیات د هغو هڅو یوه برخه ده چې له لارې یې غواړي د ایران پوځي ځواک او اقتصاد کمزوری کړي.

ورځپاڼه هغو راپورونو ته هم اشاره کوي چې وايي له دې وړاندې امریکا او اسراییلو په ګډه د یو ډول ویروس په مرسته د ایران د اټومي پروګرام د ګډوډولو هڅه کړې ده. نیویارک ټایمز لیکي د مخکېنیو ولسمشرانو د واکمنۍ پرمهال هم ورته لارې چارې کارول شوې دي.

د افغان سولې هڅې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption راتلونکې دوشنبه د طالبانو پلاوی پاکستان ته ځي او له عمران خان سره ګوري.

ډیپلومات مجلې لیکلي له سیمه ییزې همکارۍ پرته د افغان سولې لپاره هڅې به بې ګټې وي.

په دې مطلب کې ویل شوي افغانستان به تر هغه د جګړې په لمبو کې سوځي چې ګاونډي هېوادونه یې پر دې سلا شي چې نور د دغه هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

په دې مطلب کې له طالب استازو سره د زلمي خلیلزاد لیدو کتو ته اشاره شوې چې د لیکوال په وینا د سولې خبرو ته لاره هواروي او زیاتوي چې د دې هڅو په لړ کې باید د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو او سیمه ییزه لوبغاړو دا ژمنتیا تر لاسه شي چې نور به د دغه هېواد په کورنیو چارو کې لاس وهنه نه کوي.

لیکوال خبر داری ورکوي که داسې یوه ژمنتیا په منځ کې نه وي نو ان که طالبان په حکومت کې ونډه واخلي نو بیا هم د دې خطر شته چې افغانستان به د یوې بلې شخړې له تاو په کړاو کې پاتې شي.

جاپان ټایمز رپوټ ورکړی چې د جاپان او اروپايي ټولنې د غړو په ګډون څلوېښتو هېوادونو هوکړه کړې چې په نویو جوړیدونکو موټرو کې د بریکونو اتومات سیستم نصبیږي.

په دې سیستم کې داسې ټکنالوجي کارېږي چې موټر یوه جسم ته په ورنږدې کېدو په خپله ودریږي. لکه دا چې د موټر مخې ته کوم پلی تېرېدونکی راشي.

خو دا سیسټم د چټکوالي تر یوه معلوم حده کار کوي یعني تر هغه چې د موټر چټکوالی په یو ساعت کې تر شپیته کیلومتره

چین او امریکا د دې هېوادونو په ډله کې نه دي.

جاپان ټایمز لیکي دا نوی سیستم به په څلویښتو هېوادونو کې د راتلونکې میلادي کال په پای کې عملي کیږي.