دوه سوه امریکایان به سوریه کې پاتې کېږي’
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اسد رژیم پر وړاندې د قضیې چمتو کولو هڅې

امريکا وايي له سوريې به يې د ځواکونو له ايستلو وروسته، بيا هم دوه سوه سرتېري هلته پاتې کېږي. سپيني ماڼۍ دوی سوله ساتونکي بللي دي. دا تېر ډسمبر ولسمشر ټرمپ سوريه کې د اسلامي دولت نومې ډلې پر وړاندې د سوبې اعلان وکړ، او ويې ويل له دغه هېواده به یې خپل ځواکونه وباسي.

بل پلو پام اوس شوو بشر ضد جرمونو ته وراوښتی، چې د ادعاوو له مخې د بشار الاسد تر مشرۍ لاندې د سوريې حکومت کړي دي. د سوريې کډوال او قانوني وکيلان چې جرمني کې مېشت دي، وايي واکمن رژيم په سيستماټيک ډول ملکيان بنديان کړي او ربړولي، او دوی د داسې هلوځلو مشري کوي، چې دغو جرمونو او جنايتونو کې ښکېل اروپايي محکمو ته وکاږي. دې راپور کې یې کيسه ده.