کرېکټ: د راشد خان هټرېک سره د افغانستان درېیمه بریا

راشد د انځور حقوق ACB
Image caption راشد خان په درېمه لوبه کې هټرېک وکړ اون ټولټال یې پنځه وېکټې واخیستې

افغانستان په درېیمه او وروستۍ شل اوریزه لوبه کې ایرلنډ ته په ۳۲ منډو ماتې ورکړه او دا لړۍ یې وګټله. د یکشنبې ورځې په لوبه کې د افغانستان ورو توپ اچوونکي راشد خان په درېیو توپونو د ایرلنډ درې لوبغاړي وسوځول. محمد نبي هم ښه وځلېد او ۸۱ منډې یې جوړې کړې

د درېیمې لوبې پچه ایرلنډ وګټله او افغانستان ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه. د افغانستان لخوا یو ځل بیا حضرت الله ځاځي او عثمان غني د لوبې پیل وکړ.

خو د تېرې لوبې پرتله دا ځل د افغانستان پیل هغومره ښه نه. عثمان غني۱۳، حضرت ځاځي ۳۱ او نجیب ترکي ۱۷ منډې جوړې کړې. کپتان اصغر ستانکزي هم ۲۰ منډې وکړې.

خو د افغانستان لپاره محمد نبي تر ټولو ښه وځلېد او ۸۱ چټکې منډې یې وکړې. په پای کې افغانستان په خپلو ۲۰ اورونو کې په ۷ وېکټو وتوانېد چې ۲۱۰ منډې جوړې کړي.

د انځور حقوق ACB
Image caption په پای کې افغانستان وتوانېد چې په ۳۲ منډو درېمه لوبه هم وګټي

ایرلنډ چټکه لوبه پیل کړه، خو پاول سټرلنګ دا ځل یوازې په ۱۰ منډو وسوځېد. خو د ده بل ملګری کېون اوبراین تر ډېره پر وېکټو ودرېد او ۴۷ توپونو یې ۷۴ منډې جوړې کړې.

بالبیرني هم ۴۷ منډې وکړې او له ابراین سره یې د دویمې وېکټې لپاره د ۹۶ منډو ملګرتیا وکړه.

یو مهال داسې ښکارېده چې ایرلنډ به د ۲۱۱ منډو هدف ترلاسه کړي، خو دواړه توپ وهونکي په یو بل پسې ژر وسوځېدل او تر هغه وروسته د ایرلنډ هېڅ لوبغاړی تر ډېره پر وېکټه پاتې نشو.

د افغانستان لخوا د لوبې تر ټولو غوره شېبه هغه وه چې راشد خان په اتلسم اور کې په درېیو توپونو د ایرلنډ درې لوبغاړي وسوځول او هټرېک یې وکړ.

نوموړی لومړنی افغان بالر دی چې په نړیوالو کرېکټ لوبو کې هټرېک کوي.

راشد خان د شپاړسم اور په وروستي بال هم وېکټه اخیسې وه، او دا په دې معنی دا چې ده په ۴ پرله پسې توپونو ۴ وېکټې واخیسې.

د انځور حقوق ACB
Image caption د ایرلنډ لپاره کېون اوبران تر ټولو ډېرې ۷۴ منډې وکړې

تر راشد خان وړاندې یوازې د سریلانکا لسېت ملېنګا توانېدلی چې په څلورو توپونو څلور وېکټې واخلي.

راشد خان په دې لوبه کې د ایرلنډ پنځه لوبغاړي وسوځول، او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

په پای کې د ایرلنډ لوبډله توانېده چې په خپلو ۲۰ اورونو کې په ۸ وېکټو ۱۷۸ منډې جوړې کړي.

اوس به دواړه لوبډلې د پنځو یو ورځنیو لړۍ پيلوي، چې لومړۍ لوبه به یې د فبرورۍ پر ۲۸مه نېټه په همدې دیرادون ښار کې کېږي.

اړونده مطالب

ورته مطالب